د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د قدس د نړيوالې ورځې لاريون او جلوس به د دغه ښار له مختلفو سيمو نه پيل شی او تر امام جعفرصادق(ع) نومی جوماته پورې به دوام ولری او د لاريون د ترسره كيدو نه پس به د جمعې لمونځ په همدغه جومات كښې ترسره شی.
شيعه عالمانو د دغې ورځې په اهميت باندې په ټينګار سره له ټولو مسلمانانو غوښتی دی چې د جنايتكار اسرائيل په وړاندې چې د نړۍ آرامښت ئې ګډوډ كړے دے، سره راغونډ شی او د فلسطين د مظلومو خلكو په حمايت كښې ګام پورته كړی.
د قدس د نړيوالې ورځې يعنې د هر كال د رمضان د مباركې مياشتې د وروستۍ جمعې لاريون د تركیې په شمول د نړۍ په ټولو هيوادونو كښې د صهيونسټی رژيم د جنايتونو د غندلو په موخه ترسره كیږی. 1079760