IQNA

د امريكې په ((اليكوټ)) كښې د وړوكی اختر د جشن مراسم ترسره كیږی

19:14 - August 15, 2012
د خبر لمبر: 2394043
ټولنيزه ډله: د وړوكی اختر په مناسبت د جشن مراسم د راروانې يكشنبې يا اتوار په ورځ يعنې د روانې زمری د مياشتې په ٢٩نیټه د امريكې د اليكوټ ښار په دارالتقوا نومی اسلامی مركز كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغه ښار چارواكو نن چارشنبه د سږكال د وړوكی اختر لپاره د يو ستر او پرتمين جشن د ترسره كولو خبر وركړ.
د تواشيح اجرا كول او د غرمې او د ماښام د ډوډۍ په وخت د ګډون كونكو ميلمستيا د دغو مراسمو له اصلی محورونو څخه دی.
مينه وال كوې شی په دغو مراسمو كښې دګډون لپاره په سيمه ايز وخت د غرمې له ١٢ نه د ماښام تر ٨ بجو پورې د اليكوټ ښار دارالتقوی نومی اسلامی مركز ته لاړ شی. 1079450

captcha