IQNA

د دنيا په ۷۰ هيوادونو او د ايران په ۵۵۰ ښارونو كې د قدس د ورځې مراسم تر سره كیږی

21:36 - August 15, 2012
د خبر لمبر: 2394067
سياسی ډله: د اسلامی ايران د اسلامی تبليغاتو او د قدس ادارې مشر رمضان شريف نن په تهران كې د يوه خبری كانفرانس په ترڅ كې وويل سږ كال به د قدس د ورځې مراسم د ايران په ۵۵۰ ښارونو او ښارګوټيو او ۷۰ اسلامی او غير اسلامی هيوادونو كې تر سره شی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د د اسلامی ايران د اسلامی تبليغاتو او د قدس ادارې مشر رمضان شريف په وينا د قدس د ورځې په مناسبت به په افريقا ، آروپا او اسلامی هيوادونو كې ميليونی لاريونونه تر سره شی .
ښاغلی رمضان شريف وويل د سږ كال د لاريونونو شعار( د قدس نړيواله ورځ ، او اسلامی ویښتيا د فلسطين د آزادۍ زيرئ وركوونكی ) ټاكل شوئ .
هغه په ډآګه كړه سږ كال به په اسلامی ايران كې قدس د ورځې لاريونونو ته ۵۵۹ داخلی او ۱۵۰ بهرنی خبريالان خبری پوښښ وركړی او ګڼ هنرمندان او سپورت مينان به هم په دې لاريونونو كې ګډون ولری.
د ويلو ده چې د ايران د اسلامی جمهوريت بنسټ ګر حضرت امام خمينی رحمه الله عليه د روژې مباركې مياشتې وروستۍ جمعه د قدس نړيواله ورځ نومولې.
1079808
captcha