د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د CPI د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د رفح د لارې د پوليسو مشر د دې مطلب په بيانولو سره وويل: د مصر حكومت له پرون سهار څخه د مصر او غزې په پوله كښې د رفح د تګ راتګ لاره په دوه اړخيزه توګه خلاصه كړې ده چې فلسطينی بيماران له دغې لارې څخه تګ راتګ وكړی.
د فلسطين د كورنيو چارو وزارت په خپله ويبپاڼه كښې د يوې بيانیې په خپرولو سره له فلسطينيانو څخه وغوښتل چې په راتلونكو ساعتونو كښې دې دغې وېبپاڼې ته په رجوع كولو سره د رفح د لارې له وضعيت او شرائطو او د هغو كسانو له نومونو څخه چې د وتلو او ننوتلو اجازه یې اخېستې ده اګاه شی.
له دې مخكښې د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) د مصر له چارواكو څخه غوښتی وو چې په غزې كښې د انسانی غميزېله رامنځته كېدو څخه د مخنيوی لپاره دې د رفح د لارې د خلاصول تر مجوز پورې خلاصه كړی.
د حماس غورځنګ په دې حقله ويلی وو چې د فلسطين او مصر د پولو د تړلو لپاره هیڅ دليل وجود نۀ لری او دا اقدام يوازې په هغه صورت كښې د قبول وړدے چې په پولو كښې خصوصی حالات رامنځته شی په داسې حال كښې چې اوس د غزې او مصر په پوله كښې هیڅ مشكل موجود نه دے.
1079653