IQNA

اسرائيل به مسجد الاقصی ته د نقصان رسولو قيميت ادا كوی

21:37 - August 15, 2012
د خبر لمبر: 2394071
نړيواله ډله: د قدس نړيوالې موسسې په يوې بيانيه كښې اعلان وكړ چې قدس غاصب اسرائيل رژيم به مسجد الاقصی ته د هر ډول نقصان رسولو قيمت ادا كوی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) Palestine Info د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د قدس نړيوالې موسسې له عربو او اسلامی هېوادونو څخه وغوښتل چې د مسجد الاقصی باندې د اسرائيلو غاصبانو د وروستيو حملو په مقابل كښې پاڅون وكړی.
دغې موسسې اعلان وكړ: اسلامی او عربی هېوادونه پكار دی غاصب اسرائيلی رژيم ته خبردارے وركړی چې دغه رژيم چې مسجدالاقصی ته د هر ډول زيان ورسوی تاوان به یې وركوی.
د قدس نړيوالې موسسې په دغه بيانيه كښې پخلے وكړ: د غاصب صهيونېسټ رژيم د اقداماتو په وړاندې د عربی او اسلامی هېوادونو د ځوبونو غېر موثروالے او د دغو هېوادونو خاموشی اسرائيل قدس شريف او مسجد لاقصی د يهودی كولولا زياتولو ته هڅوی.
په دغه بيانيه كښې څرګنده شوه چې په ١٩٦٧ كال كښې د قدس له قبضه كولو نه پس دا وړومبے ځل دے چې صهيونېسټ رژيم دا جرائت پېدا كړے دے چې د مسلمانانو او يهوديانو ترمېنځ د مسجدالاقصی د تقسيم مسئله مطرح كړی. د اسرائيلی چارواكو لخوا د مسجدالاقصی د تقسيمولو د مسئلې بيا بيا مطرح كول د نړيوالې ټولنې د ردعملونو د سنجولو په هدف سره ترسره كیږی.
د قدس نړيوالې موسسې چې مركز یې په بېروت كښې دے په دغه بيانيه كښې د قدس له مسئلې سره متعلق د فلسطينی چارواكو خاموشی وغندله او اعلا ن یې وكړ داسې موقف د مسجدالاقصی او د فلسطين د مقدسو ځايونو د يهودی كولو لپاره د اسرائيلی روژيم كوششونه لا ګړندی كوی.
په دغه بيانيه كښې همدارنګ له عربو او اسلامی هېوادونو څخه وغوښتلې شول چې په مسجد الاقصی باندې د اسرائيلو غاصبانو د وروستيو حملو په مقابل كښې پاڅون وكړی.
1079411
captcha