د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Muslim Village د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د شمېرنو له مخې د چين په ايوو ښار كښې ٣٥ زره مسلمانان ژوند كوی چې له دغو څخه تقريباً نيمو مسلمانانو له نورو هېوادونو په خاصه توګه له عربو هېوادونو څخه دغې سيمې ته هجرت كړے دے.
په ٢٠٠٤ كال كښې په دغه ښار كښې د دغه ښار د مسلمانانو شمېر دې حد ته ورسېد چې ځايی چارواكو يو ځاے چې مخكښې یې د رېښمو له يوې كارخانې سره تعلق لرۀ د دغې سيمې مسلمانانو ته وركړ چې په دغه ځاے كښې خپل عبادتی مناسك ترسره كوی.
د ويلو ده چې د پينځو كالو له تېرېدو وروسته اوس دغه ځاے د داخلو او خارجو مسلمانانو په مرستې سره په يو شانداره جومات د بدلېدو په حال كښې دے.
د دغه جومات چې د كاڼی د كار لپاره یې سامان له ايران څخه راغوښتل شوی دی د جوړېدو كار په اخېری مرحله كښې دے او يوازې په منارو باندې یې لږ كار باقی پاتې دے.
د دغې سيمې د چارواكو همكاری له مسلمانانو سره تر دې حده ده چې په خاصو مناسبتونو كښې چې كله د نمونځګزارو شمېر د جومات له ظرفيت څخه زيات وی له جومات سره نزدې سړكونه هم بندوی او د نمونځګزارو په اختيار كښې یې وركوی.
همدارنګ د مسلمانانو مخ په زياتېدو ابادی د دې سبب شوه چې په دغه سيمه كښې د ځينو كاروبارونو د خاوندانو د اقتصادی حالت ترقی وكړی.
1079645