IQNA

د ايران په شمول د دنيا په 50 هيوادونو كښې د قدس ورځې دستورې وشوې

16:06 - August 17, 2012
د خبر لمبر: 2394956
نړيواله ډله: د قدس په نړيواله ورځ د اسلامی ايران د روژه دار ميليونونو خلكو له مظاهرو سره په يو وخت د نړۍ مختلفې سيمې يعنی له جنوب ختیځ څخه رانيولی تر جنوب لويدیځې ايشييا او د افريقا له شمال څخه تر اروپا او امريكا پورې بيلابيلې سيمې د فلسطين له خلكو سره د پيوستون او د صهيونيسټ ضد د مظاهرو ډګر وې.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم ټی وی چينل یې نقلوی چې ډيرو خبری سرچينو د قدس ورځې مراسم د فلسطين له ملت سره د نړيوال پيوستون غږ او په صهيونيسټانو د ويرې سيوری بللی دی.
راپورونو پر اساس د نړۍ د مختلفو سيمو مسلمانانو نن د قدس نړيواله ورځ ولمانځله. د دغه راپور پر اساس د ايران په مختلفو ښارونو كښې د ميليونونو خلكو له مظاهرو سره په يو وخت د نړۍ په نورو هيوادونو كښې هم مړ دې وی اسراييل نعرې او شعارونه وركړل شول او په ايشيا، افريقا، اروپا او امريكا كښې مظاهره چيانو د الاقصی جومات او د قدس د ازادې په ملاتړ او د فلسطين د ملت پرضد د صهيونيسټانو د پرله پسې تيريو او جنايتونو په غندلو كښې شعارونه وركړل.
د ايران د اسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت ايت الله خمينی رحمه الله عليه د قدس د ورځې په توګه د جمعې د مباركې مياشتې د اخيری جمعې په ټاكلو سره د صهيونيسټ رژيم له نيواك څخه د نيواكی ټاټوبو د ازادولو او د قدس شريف موضوع په نړيواله سويه مطرح كړ او ډيرو هيوادونو د دغه چارې هركلی هم كړی دی.
په همدې دليل په قدس ورځې د ټولې دنيا خلك، ټول ملتونه، مذهبونه او دينونه د صهيونيسټ رژيم پرضد اعتراضی مظاهرې كوی.
دغه راز په پاکستان کښې هم په بیلابیلو ښارونو کښې دقدس دنړیوالې ورځې دستورې ترسره شوي دي او خلکو له صهیونیسټ رژیم څخه کرکه او غوسه څرګنده کړي ده .
د ويلو ده چې نن د ايران د اسلامی جمهوريت دپلازمينې تهران په شمول په ټول هيواد كښې په لويو او كوچينو ښارونو او كليو كښې دفلسطين دخلكو په ملاتړ كښې پراخې مظاهرې وشوې او خلكو د صهيونيسټ رژيم له نيواك څخه د قدس شريف د ازادولو غوښتنه وكړه .
1080733
captcha