IQNA

په ايران كښې نن د قدس د نړيوالې ورځې دستورې په ډير جوش او جذبی سره وشوې

16:33 - August 17, 2012
د خبر لمبر: 2394964
سياسی او ټولنيزه ډله: په تهران او د اسلامی ايران په نورو ښارونو كښې د قدس د نړيوالې ورځې پرتمينه او پراخ لاريونونه وشول.
د اسلامی ايران تل په ډګر كښې او انقلابی خلكو نن د قدس نړيواله ورځ د اسلامی ویښتيا او د فلسطين د ازادۍ د زيری په نوم سره د قدس په نړيوالې ورځې لاريون كښې ګډون سره د فلسطين له خلكو سره پيوستون اعلان كړ.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د قدس د نړيوالې ورځې لاريونونه له تهران سره يوځاې د ايران په پينځه سوه پنځوسو (۵۵۰) ښارونو او د ولايتونو په مركزونو كښې وشول . د ايران لاريون كونكو د ايران ، فلسطين ، د لبنان د حزب الله او د بحرين د بيرغونو په لاسونو كښې وړلو او د د فلسطيينيانو پرضد د صهيونيسټ رژيم د پوځيانو د جنايتونو او د الاقصی جومات د عسكونو او پلې كارډونو په وړلو سره مړ دې اسراييل او مړه دې امريكا په شعارونو سره د فلسطين له مظلوم ملت څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.
لاريون كونكو دغه راز په لاسونو كښې داسې پلې كارډونه هم لیږدول چې ورباندې ليكل شوی وو اسلامی ویښتيا ښكاره حقيقت دی، د اسرايلو د رژيم نابودی حتمی ده اواسرايل دترهګرۍ سرچينه ده . په ټول ايران كښې لاريون كونكو دغه را ز د قدس په نړيواله ورځ په شام كښې د ترهګرو او د هغوې د ملاتړو په جنايتونه غوسه څرګنده كړه.
په ټول ايران كښې لاريون كونكو د سترې شيطانې د تابوت د سوزولو په وخت مړ دې اسراييل، مړه دې امريكا او مړ دې انګلستان او فلسطين بريالی دی شعارونه وركړل.
د ايران د اسلامی جمهوريت بنسټګر حضرت امام خمينی ره دصهيونيسټانو له نيواك څخه دفلسطين دژغورلو او دفلسطين دموضو ع په ملاتړ سره دروژې دمباركې مياشتې اخری جمع دقدس ورځې په توګه نومولی ده .
نن د ايران په شمول د دنيا په ډيرو هيوادونو كښې د قدس د ورځې دستورې وشوې.
1080714

captcha