په لبنان كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مشر حجت الاسلام والمسلمين په صېدا ښار كښې د قدس د نړيوالې ورځې د نمانځې په مراسمو كښې وويل: د قدس نړيواله ورځ يوازې له مسلمانانو، عربو او فلسطينيانو سر ه متعلق نۀ ده بلكې د نړۍ له ټولو موحدانو ، مستضعفانو او مظلومانو سره تعلق لری.
هغۀ زياته كړه: د داسې يوې ورځې د اعلان مطلب په حقيقت كښې د يو مظلو او ترستم لاندې ولس د يو ستر حق غصبولو ته د ولسونو توجه ده؛ نو په دې بنياد د نړۍ له زورورو له پنجو څخه د دغه حق د حاصلولو لپاره پكار دی ټولو ملتونه كوشش وكړی.
هغۀ دې ته په اشارې سره چې د قدس مسئله له ابتداْء څخه د ايران د اسلامی جمهوريت په سيمه ايزو او نړيوالو سياستونو كښې يو خاص مقام لرلے دے وويل: امام خمينی (رح) د ايران د اسلامی انقلاب نه مخكښې په تېره بيا وروسته د فلسطين د قضیې په محوريت سره د په نړۍ كښې د يو عالمګير اسلامی غورځنګ په راژوندی كولو باندې خپل نظر او روش ګرځولے دے.
هغۀ وويل: د فلسطين موضوع په مېنځنی ختیځ كښې د ولسی پاڅونونو او خوزښتونو د اهدافو د تللو لپاره يو مناسب معيار او كسوټی ده. او مونږ له انقلابی ولسونو څخه غواړو چې د قدس شريف د ازادۍ ارمان دې د خپلو غورځنګونو لپاره د لارې مشال وګرځوی. ځكه چې بې له دې چارې به خپلو اصلاحی او انصاف غوښتونكو مقاصدو ته ونۀ رسی.
1081634