IQNA

د اردن متحد ګوند د اسرائيلو سره د سولې د تړون د لغوه كيدو غوښتدنكے شو

20:53 - August 21, 2012
د خبر لمبر: 2396705
بين المللی ډله: د اردن متحده جبهه نومی ګوند د خپل هيواد له حكومته وغوښتل چې د ((وادی عربيه)) يا د اردن او اسرائيلو د سولې معاهده نومې تړون چې په كال ١٩٩٤كښې د دغو دواړو رژيمونو ترمينځ تړل شوے، لغوه كړی.
د «Palestine Info»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اردن متحدې جبهې د خپل هيواد له حكومته وغوښتل چې د اسرائيلو د رژيم لخوا د دغه تړون په مفادو باندې د سترګې پټولو او د فلسطين د مقدسو ځايونو د حرمت د سپكاوی او په هغو باندې د حملو د دوام په صورت كښې دې دغه تړون لغوه كړی.
د اردن متحدې جبهې د يوې بيانیې په صادرولو سره د دغه هيواد له دولته وغوښتل چې د وادی عربيه تړون په اساس دې د فلسطين د مقدسو ودانيو په حفاظت كښې په خپلې دندې او مسئوليت باندې عمل وكړی.
دغه ګوند ټينګار وكړ: كه چيرې اسرائيل د دغه تړون د يوې خوا په توګه د هغې په مفادو باندې پابند نه وی نو مونږ هم د دوئمې خوا په توګه حق لرو چې د اسرائيلو سره د سولې دغه معاهده ختمه كړو. اردن په داسې حال كښې په دغې معاهدې باندې پابند پاتې دے چې د اسرائيلو رژيم د هغې د رعايتولو او خيال ساتلو په وړاندې هیڅ مسؤليت نه احساسوی. 1082542
captcha