د الامارات اليوم ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغې چينل د LR TV په نامه، په روسی ژبه د وړومبی ملی او اسلامی ټيليويژنی چينل په توګه خپل كار پيل كړے دے.
دغه اسلامی ټی وی چينل د روسیې د اسلامی سازمانونو په همكارۍ سره پرانستل شو او هدف ئې د اسلامی ارزښتونو سره آشنائی او د اسلام د مبين دين د سوله ايز والی په اصل باندې تمركز بلل شوے دے.
د دغه اسلامی ټی وی چينل پروګرامونه ٢٤ساعته دی او په وړومبی پړاؤ كښې ئې كوريج يوازې په تاتارستان جمهوريت كښې دے او بيا وروسته به د شمالی قفقاز د سيمې هغه ټول جمهوريتونه په بر كښې ونيسی چې زياتره مسلمان ميشت دی.
د روسیې پخوانی جمهوررئيس ډيمیټری مدودف په كال ٢٠٠٩ميلادی كښې د اسلام د مبين دين د تعليماتو د بيانولو په موخه په دغه هيواد كښې د اسلامی ټی وی چينل د پرانستلو وړانديز كړے وو. 1082371