IQNA

په تهران كښې د بحرين د سفارتخانې مخې ته د دغه هيواد د پاچا ولسی محاكمه

20:50 - August 21, 2012
د خبر لمبر: 2396709
بين المللی ډله: د اسلامی ايران يوه ډله ځوانان به سبا مازدیګر ٥بجې د بحرين د خونږی رژيم د سفير د راستنيدو په اعتراض كښې د بحرين د سفارتخانې مخې ته د دغه هيواد د ډيكټاټور پاچا د ولسی محاكمې مراسم ترسره كړی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د امتِ واحده بين المللی اتحادئې د ايران له انقلابی خلكو نه غوښتی دی چې په دغو مراسمو كښې ګډون وكړی او د بحرين د سفير د ستنيدو غوښتنه دې په پوره زور سره مطرحه كړی كوم چې څو ورځې مخكښې يوځل بيا د ايران اسلامی جمهوريت ته راستون شوے دے.
د وئيلو ده چې په دغو مراسمو كښې د دغې محاكمې شكايت د يو بحرينی ځوان لخوا لوستل كیږی او د بين المللی قوانينو په هكله حقوقی متن به د بحرين د پاچا محاكمه وی. 1082286

captcha