IQNA

په بحرينی ماتم كونكو باندې د آل خليفه د ځواكونو يرغل

20:54 - August 22, 2012
د خبر لمبر: 2397231
بين المللی ډله: د آل خليفه د رژيم ځواكونو د بحرينی شهيد ځلمی د قدرونې په لاريون كښې په ګډون كونكو باندې حمله وكړه.
د العالم خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د آل خليفه د رژيم ځواكونو په هغو مراسمو باندې حمله وكړه كوم چې په المحرق نومې جزيره كښې د شهيد حسام الحداد د قدرونې په موخه ترسره كيدل.
د آل خليفه ځواكونو د خلكو د تيت پركولو لپاره په هغو باندې زهرجن ګيس وپاشۀ او په هغوی ئې ډزې وكړې.
په دغه حمله كښې ګڼ شمير كسان د زهرجن او اوښكی بيونكی ګيس له امله د سابندۍ سره مخ شول.
دغه مراسم پرون مازدیګر د آل خليفه د رژيم د امنيتی ځواكونو د پراخې ځائې پرځائې كيدنې باوجود ترسره شول.
حسام الحداد د قدس د نړيوالې ورځې په لاريون كښې د آل خليفه د رژيم د ځواكونو په لاس شهيد شو. 1082962

captcha