د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د النشره اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د امام موسی صدر خور سيده ربابه صدر وويل: مونږ يو لړ داسې مدارك او شواهد په اختيار كښې لرو چې دا ښودنه كوی چې امام موسی صدر او ملګری یې هم هغه شان ژوندی دی او له لېبيا نه نۀ دی لاړ.
سيده ربابه صدر په دوام كښې زياته كړه: مونږ له هم هغې ابتداء څخه د امام موسی صدر د تښتولو مسئله تعقيب كړه ځكه دا مسئله د مسلمان امت مسئله ده.
د امام موسی صدر خور همدارنګ څرګنده كړه: ځينو لېبيائی مسئولانو په ځلونو د مالی تاوان په ادا كولو سره د امام موسی صدر د كېس د ختمولووړانديز وكړ خو مونږ و نۀ منۀ. او په حقيقت كښې مو د داسې كوششونو د عملی كېدو لاره وتړله.
هغۀ د امام موسی صدر د شخصيت مهمو خصوصيتونو ته په اشارې سره وويل: هغه تل د مقاومت مسئلې ته د حكومت د نۀ اهتمام په خاطر ناراضه او اندېښمن ؤ.
يو بل رپوټ وائی: د امام موسی صدر سره له تښتول شويو كسانو څخه يو كس د لبنان د پارلېمان پخوانی نمائنده او د محمد يعقوب زوے حسن يعقوب په خپله يوه وېنا كښې څرګنده كړه: اسرائيل دامام موسی صدر له فعاليت څخه په ضرر كښې ؤ او د لبنان د شيعه مسلمانانو دغه مشر د كېمپ ډېوېډ له خبرواترو نه څلور ورځې پس وتښتولې شو.
حسن يعقوب همدارنګ څرګنده كړه د لېبيا نسكور شوے ډېكټېټر معمر قذافی او د هغۀ ملګری د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو د تښول كېدو مسئولان دی.
هغۀ وويل: داسې اطلاعات لرم چې دا ښودنه كوی چې امام صدر او ملګری یې ژوندی دی.
هغۀ زياته كړه: د صهيونېسټ رژيم چارواكو په يوې غوښتنه كښې په رسمی توګه د اسرائيلو په خاورو كښې د ښخولو لپاره د معمر قذافی د جنازې د حاصلولو مطالبه كړې ده.
1084060