IQNA

د برما صدر د روهينګيا مسلمانانو ته ډاډګيرنه وركړه

21:02 - August 25, 2012
د خبر لمبر: 2398511
نړيواله ډله: د برما (ميانمار) صدر تين سين چې له دې مخكښې یې د دغه هېواد مسلمانانو بنګلادېشی بللی وو بالاخره پرون د وږی د مياشتې په دريمه نېټه پارلېمان ته د يو رپوټ په وړاندې كولو سره د راخين صوبې په اوسېدونكو باندې د حملو په ذمه وار كسانو باندې نيوكه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د فرانس د رېډيو د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د برما صدر د دغه هېواد پارلېمان ته د يو رپوټ په وړاندې كولو سره په ځينو سياسی او بودائی ګوندونو باندې چې خلق یې په مسلمانانو باندې حملې ته لمسولی وو نيوكه وكړه.
هغۀ په دې رپوټ كښې څرګنده كړې ده: ځينې كسان او ډلې په خپلو وېناګانو كښې د بنګلادېشی مسلمانانو په خلاف چې روهينګيايان هم نومولې كیږی تشدد ترويجوی.
تين سين دوام وركوی: دغه كسان د روهينګيا مسلمانانو ته چې اكثر د اراكان اوسېدونكی دی د دهشتګردو په نظر ګوری او د هغوی لپاره د ښاريزو د حق قائل نۀ دی.
د فرانس رېډيو دې ته په اشارې سره چې له تين سين څخه د داسې خبرو اورېدل څه عجيبه ښكاری ،ويلی دی چې هغۀ له دې مخكښې په خپله وېنا كښې د روهينګيا مسلمانانو بنګلادېشی ښاريز بللی او هغوی یې د برما د مدنی حقوقو له لرلو څخه منعې كړی دی.
1084099
captcha