د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د عراق صدر ښارګی په جومات كښې د ددو بمونود چاودنو له امله درې تنه نمونځګزاری شهيدان او د جومات د امام په شمول يولس تنه نور ژوبل شول.
وړومبۍ چاودنه د نمانځۀ په وخت له منبر سره نزدې وشوه او څو شېبې پس دويمه چاودنه په جومات كښې د حاضرو خلقو ترمېنځ وشوه.
د عراق د پارلېمان مشر اسامه عبدالعزيز النجيفی د عراق د صدر نومې ښارګی د چاودنو په غندلو سره دغه چاودنې د ملی وحدت د هدف ګرځوولو او د قبيله ای او ډله ايزو جنګونو د جوړولو لپاره يو كوشش وبالۀ.
اسامه عبدالعزيز النجيفی له ټولو عراقی ډلو څخه وغوښتل د داسې جنايتونو په وړاندې دې په يو هېږ او پرېكنده توګه ټينګ ادریږی.
1084130