IQNA

د عراق په ((صدر)) ښارګی كښې د جُمعې د نمانځۀ په مراسمو كښې چاودنه

21:00 - August 25, 2012
د خبر لمبر: 2398513
نړيواله ډله: پرون د وږی دمياشتې په دريمه نېټه د د عراق په صدر ښارګی كښې د جمعې د نمانځه د ادا كولو په وخت يو بم وچاودۀ چې له امله یې درې تنه شهيدان شول.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د عراق صدر ښارګی په جومات كښې د ددو بمونود چاودنو له امله درې تنه نمونځګزاری شهيدان او د جومات د امام په شمول يولس تنه نور ژوبل شول.
وړومبۍ چاودنه د نمانځۀ په وخت له منبر سره نزدې وشوه او څو شېبې پس دويمه چاودنه په جومات كښې د حاضرو خلقو ترمېنځ وشوه.
د عراق د پارلېمان مشر اسامه عبدالعزيز النجيفی د عراق د صدر نومې ښارګی د چاودنو په غندلو سره دغه چاودنې د ملی وحدت د هدف ګرځوولو او د قبيله ای او ډله ايزو جنګونو د جوړولو لپاره يو كوشش وبالۀ.
اسامه عبدالعزيز النجيفی له ټولو عراقی ډلو څخه وغوښتل د داسې جنايتونو په وړاندې دې په يو هېږ او پرېكنده توګه ټينګ ادریږی.
1084130
captcha