IQNA

د ايران لخوا په تركيه كښې د ترهګرانه حملې غندنه

20:56 - August 25, 2012
د خبر لمبر: 2398516
سياسی ډله: د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياندوی په تركيه كښې د ترهګرانه حملې رامينځته كيدل وغندل.
د بهرنيو چارو د وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د لوئې ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د تركیې په جنوب ختیځ كښې د چاودنې د رامينځته كيدو او له امله ئې د دغه هيواد د يوشمير خلكو د مرګ ژوبلې نه وروسته د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياندوی دغه حمله وغندله او د دغې پیښې د مړو د پس ماندګانو او خپل خپلوانو سره ئې خواخوږی څرګنده كړه.
مهمانپرست همداراز همداراز اعلان وكړ چې په دې لړ كښې د ايران د خارجه چارو وزير ښاغلی علی اكبرصالحی خپل ترك همرتبه ته د تسليت پيغام لیږلے او د دغې بمی حملې د غندلو په ترڅ كښې ئې د دوست او ورور هيواد تركیې د حكومت او خلكو سره همدردی څرګنده كړې ده. 1084162

captcha