د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ماشومانو د لوبو د سامان جوړونكو په دې وروستيو كښې د آتش بازۍ او پټاخو د ساعت تيرے د وسائلو په جوړولو كښې د كلام الله مجيد پاڼې استعمال كړې.
د آچه ښار يو اوسيدونكی محمدفيصل څرګنده كړه: د آتش بازۍ د دغو تفريحی وسائلو په جوړولو كښې د قرآن كريم پاڼې استعمال شوې دی او دا د مسلمانانو د آسمانی كتاب يو بل سپكاوے دے چې د وړوكی اختر په نيكمرغه ورځ وشو.
همداراز د دغه ښار اوسيدونكو د قرآن كريم هرډول سپكاوے وغندۀ او له دولتی چارواكو او ځواكونو ئې وغوښتل چې د لوبو د دغو وسائلو د جوړونكو سره دې پريكنده برخودر وكړی. 1083406