IQNA

آل خليفه، انقلابی ځوانان د تيلو د يو ګيلن له قيمت نه هم سپك ګڼی

21:00 - August 25, 2012
د خبر لمبر: 2398520
بين المللی ډله: د بحرين د شيعه مسلمانانو مشر پرون په منامه كښې د جمعې د لمانځه په خطبو كښې ټينګار وكړ: د آل خليفه او د زياترو عربی او غربی دولتونو له نظره د ولس د اولادونو وينه حتی د يو ګيلن تيلو له قيمت نه هم سپكه او بې ارزښته ده.
د لبنان چاپ الانتقاد ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د منامې د جمعې خطيب آيت‌الله شيخ عيسی قاسم د آل خليفه د ځواكونو په لاس د بحرين د انقلابی ځلمی حسام حداد شهادت وغندۀ او څرګنده ئې كړه: د واكمن رژيم ظلم او د خلكو د وژلو لپاره د دغه رژيم د جنايتونو دوام انقلابی ولس پخپل سوله ايز غورځنګ كښې لا مقاوم او هوډمنوی.
آيت‌الله شيخ عيسی قاسم په دوام كښې زياته كړه: د آل خليفه او د زياترو عربی او غربی دولتونو له نظره د ولس د اولادونو وينه حتی د يو ګيلن تيلو له قيمت نه هم سپكه او بې ارزښته ده.
د منامې د جمعې د لمانځه خطيب همداشان څرګنده كړه: په بحرين كښې انقلابيان يو په بل پسې شهيدانیږی، هغه شهيدان چې يوازې په مظاهرو كښې د ګډون كولو او په خپلو حقو غوښتنو باندې د ټينګار كولو پوجه شهيدان شول.
دوی څرګنده كړه: په كوم قانون يا منشور كښې هغه انسانان شهيدان كیږی چې د حق غوښتونكی وی او د ملی ګټو مدافع وی؟ او هغه كسان چې د جنازې او د شهيدانو د قدرونې په مراسمو كښې ګډون كوی، محاكمه كیږی؟
آيت الله شيخ عيسی قاسم ووئيل: باتوره او نه ويريدونكې روحيه به د بحرين ځوانان په ګونډو نكړی بلكې هغوی به هغوی د خپلو غوښتنو د پوره كيدو او د اصلاحاتو د ترسره كولو لپاره لاهوډ من كړی. 1084203

captcha