د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د امريكائی څانګې د رپورټ له مخې: د امريكې د مسلمانانو د زكات مركز د تيرې جمعې په ورځ په هغه رپورټ كښې چې هر كال ئې د روژې د مباركې مياشتې نه وروسته د خپلو فعاليتونو په هكله وړاندې كوی، ووئيل: دغه سازمان وكړې شول د امريكې د مسلمانانو د زكات او فطرانې په پيسو باندې د خوراكی او د نورو اړتياؤ د پيكټونو په لیږلو سره د درې لكو اړمنو كسانو سره مرسته وكړی.
همداراز دغه مركز په خپله خبرپاڼه كښې د امريكې له مسلمانانو نه وغوښتل چې د تيرو كلونو په شان په خپلې ملګرتيا سره په خيريه كارونو كښې د دغه سازمان سره له مخكښې نه زياته مرسته وكړی. 1084108