د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ملېشيا د خبری اېجنسۍ Bernama په نقل سره رپوټ وركړ، دغه كانفرنس د ملاكا صوبې د ګورنر او د اسلامی نړۍ د مالائی نړۍ نومې تنظيم په اهتمام سره د ملاكا صوبې په مركز كښې جوړیږی.
په دغه كانفرنس كښې به د برما كړكېچ ، د روهينګيا د مسلمانانو حالات ، د دغه كړكېچ د اواری او له مسلمانانو سره د مرستې لارې چارې او د ورهينګياد مسلمانانو د ملاتړاو ورسره د مرستې لپاره د يو صندوق د جوړولو په اړه څېړنه وشی.
د ملاكا صوبې وزيراعلی محمد علی رستم په يو اخباری كانفرنس كښې د دې خبر په اعلان سره وويل: د دغه كانفرنس د جوړولو يو اصلی هدف د روهينګيا د مسلمانانو د كړكېچ او مسئلې ته د نړۍ د خلقو پام رااړول دی.
محمد علی تاكيد وكړ: د برما مسلمانان د نړۍ له ترټولو مظلومو انسانانو څخه دی او د برما حكومت، نړيوالې ادارې منجمله ملګری ملتونه له هغوی سره د مرستې او د هغوی د غمونو د كمولو لپاره هیڅ كوشش نه دے كړے.
1084933