د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) CPI د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د فلسطين د كورنيو چارو او ملی امنيت وزارت پرون په يو اخباری كانفرنس كښې څرګنده كړې وه چې له مصر سره د غزې د تړانګې په پوله كښې د رفح لاره ټاكل شوې ده نن د ايتوار له ورځې څخه په دائمی توګه خلاصیږی.
ايهاب الغصين په دوام كښې وويل: د سينا د سيمې د پېښې په باره كښې د شويو تحقيقاتو له مخې فلسطينيان له هر ډول تور څخه بری شوی دی او د مصر حكومت هم په دغو مستنداتو باندې په تكیې سره د رفح د لارې د خلاصولو فېصله كړې ده.
هغۀ په اخېر كښې تاكيد وكړ چې د مصر حكومت د سينا په سيمه كښې د دغه هېواد په امنيتی ځواكونو باندې له حملې نه پس د رفح لاره تړلې وه او د خاصو انسانی ضرورياتو لرونكو ته چې د اقامت اجازتنامه یې لرله او همدارنګ محصيلينو او بهرنيو مسافرو ته د تېرېدو اجازت وو خو د پېښې د مختلفو اړخونو له څرګندېدو نه پس له نن څخه د رفح د لارې په دائمی توګه د خلاصولو فېصله وشوه.
1084923