IQNA

په تائيلېنډ كښې ((د ژبې خطرات)) نومې كتاب خپور شو

22:32 - August 26, 2012
د خبر لمبر: 2399394
د فكر ډله: د ژبې خطرات نومې كتاب چې د Manop book خپرندويه موسسې په اهتمام سره راغونډ كړې شوې دے نن د وږی د مياشتې په ٥ نېټه په تائی ژبه چاپ شو.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشياد ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې دغه كتاب په قرانی ايتونو او اسلامی روايتونو باندې په تاكيد سره مخاطبان له ژبنی ګناهونو څخه خبردار كړی او د كورنۍ، ټولنې او پوهنتونو په شان مختلفو چاپېريالونوكښې د ژبې له افتونو سره د مقابلې لپاره مختلفې اسلامی لارې چارې وړاندې كړی دی.
د يادونې وړ ده چې دغه كتاب ١٥٦ مخونه لری او په ١٠٠٠ نسخو سره د مانوب بك نومې خپرندويه موسسې له خواخپور شوے دے چې ٣٤ بات تقريباً يو نيم سل روپۍ بيه لری.


1084854
captcha