د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس آيت الله اكبر هاشمی رفسنجانی په ډاګه ايران په نړۍ كې د خپلواك او په نړيوالو قدرتونو پورې د نه تړل توب له امله د ناپيلی غورځنګ د غونډې لپاره تر ټولو وړ هيواد دئ .
د دې غونډې عمومی منشی محمد مهدی آخندزاده وويل موږ به غړو هيوادونو ته د غورځنګ په غړو هيوادونو د يو شمير هيوادونو د يو اړخيزو بنديزونو سره د مخالفت وړانديز وكړو او د بهرنيو دباوونو په وړاندې چې هغه په هر پلمه پرې لګیږی د ناپيلی غورځنګ د غړو هيوادونو د يوالی وړانديز به وكړو ږ آخندزاده په ډاګه كړه موږ به له غړو هيوادونو وغواړو د هغه كنوانسيون غوښتنې هم تر سره شی چې اتومی انرژی د ټولو لپاره او اتومی وسلې د هيچا لپاره نه تر عنوان لاندې په تهران كې جوړ شوئ ؤ.
د يوه بل خبر له مخې د حما س غورځنګ مشر اسماعيل هنيه هم نن د تهران په غونډه كې د ګډون خبر وركړ . د حماس وياند وويل هنيه د فلسطين د منتخب لومړی وزير په توګه د ولس مشر احمدې نژاد په بلنه تهران ته ځی .
له دې وړاندې د خپلواكه تشكيلاتو مشر محمود عباس ويلی ؤ كه حماس په تهران كې د ناپيلی غورځنګ په غونډه كې ګډون وكړی په خپله به په دې غونډه كې له ګډون منصرف شی .
په دې غونډه كې به ۱۲۰ هيوادونو او لسو نړيوالو سازمانونو استازی ګډون ولری .
1085415