IQNA

صالحی: ايران د ناپيلی غورځنګ د مقام لوړولو هڅې كوی

22:32 - August 26, 2012
د خبر لمبر: 2399412
سياسی ډله: نن سهار د ناپيلی غورځنګ د جګپوړو غړو د كارپوهانو ناستې په تهران كې د ايران دبهر نيو چارو د وزير په وينا په كار پيل وكړ .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د ايران د بهرنيو چارو وزير علی اكبر صالحی د خپلو خبرو په دوام كې په نړيواله برخه كې د ناپيلی غورځنګ په اغيز درلودونكی رول باندې په ټينګار سره وويل نن يو ځل بيا د ناپيلی غورځنګ په سرمشريزه كې سره راټول شوی يو ترڅو د هغو نورو بدلونونو په اړه څیړنې او مشورې سره وكړو چې د غورځنګ د پياوړتيا او د هغې په يوې كاری وسيلې بدلولو په برخه كې زمونږ د ټينګ هوډ ښكاره څرګندونه كوی
د ايران د بهرنيو چارو وزير زياته كړه مونږ دناپيلی غورځنګ دغړو په توګه له تبعيض ، وسله والې جګړې ، له قدرت څخه دناوړې ګټې پورته كولو اوپه نړيوالواړيكو او دبهرنيانو له هرډول استعمار او نيواكګری سره مخالف يو .
د ملګرو ملتونواوددې نړيوال بنسټ په عمومی ټولنه كې له سره دكتنې اړتيا ، دفلسطين مسئله اودبشر پرضد اسرائيلو جنايتونه اوپه ځانګړې توګه دسيمې بدلونونه اودخلكوپاڅونونه نورې هغه موضوع ګانې دی چې په دې ناسته كې به پرې خبرې او بحث وشی . صالحی په يوه پيام كې دخلكو ریښتينی حركت ته په اشارې سره په سيمه كې چې دآزادی انسانی كرامت او عدالت هيله لری وويل : دبهرنيو لاس وهنې او زمونږ په سيمه كې له ناآراميو څخه ناوړه ګټه پورته كول دمنلو وړنه دی ځكه چې ولسواكی سوچه لړی دخپل برخليك په ټاكلوكې له خنډونوسره مخ كوی
دايران دبهرنيو چارو وزير وويل چې په منځنی ختیځ سيمه كې دتوپيرغواړو سياستونو له لارې سوله راوستل داسرائلو له ترهګر دولت څخه په ړانده ملاتړكولو ، شكنجو ، برباديو ګواښونواويرغلونوسره نشی رامنځته كيدای . نوموړی زياته كړه : روښانه خبره ده چې په منځنی ختیځ كې سوله او ارامښت يواځې دعدالت ، توكم پالنې دفلسطين سوریې اولبنان ددنيواك په پای ته رسولو، دفلسطينيو كډوالو بېرته راستنېدو او خپله ددې استوګنو لخو دديموكراتيك كار موندنې او دهغو شړل شوو فلسطينيانو له لارې رامنځته كيدای شی چې په ديموكراتيك او سوله ييز ډول دخپلې راتلونكې او برخليك لپاره پريكړه لری .
دايران دبهرنيو چارو وزارت صهيونست رژيم يوه ترهګره سرچينه وبلله چې دامريكا دولت په هڅو او دسپتامبر ديولسمې پیښې څخه په ناوړه استفادې كول چې په منځنی ختیځ سيمه كې دزياتو ناآراميو او خپلو ولكه غواړو موخوته درسېدو لپاره یې له ترهګری سره دمبارزې پلمه ګرځولې دی چې له هغې جملې څخه يوهم دايران دمظلومو اټوم پوهانو ترورول دی صالحی زياته كړه مونږ له ترهګری څخه ديوې خالی نړی په هيله يو . په نړی كې داټومی وسلو په له منځه وړلو ټينګار په نړيوال مديريت كې دهيوادونو ونډه اخيستل او دسيمې په ځانګړې توګه دسوریې دكړكيچ هوارول هغه مهم موضوع ګانې دی چې ايران به یې دناپيلی غورځنګ په شپاړلسمه ناسته كې مطرح كړی .
دايران دبهرنيو چارو دوزير څر ګندونې په دې واقيعت ټينګار دی كه څه هم چې ناپيلی غورځنګ په لومړيوكې يو سياسی جوړښت ؤ خو اوس دنړی دپراخه تعاملاتو برخې ته ورننوتی دی . ناپيلی غورځنګ په حقيقت كې خپله ځایګاه او چټكه لړی دڅواړخيز نظام دبېلګې په ظهور بدل شوی دی دولكی غواړی نظام له بندون سره په مخامخ كولوسره یې دنړی ملتونوته نوی او روښانه لرليدونه وړاندې كړی دی . له دې امله دملګرتيا وو لپاره فرصت رامنځته كول اوله بيلابېلو اقتصادی ظرفيتونو څخه ګټه پورته كول او غورځنګ دننه دوديز و علمی تعاملات په نه نكاريدونكو اړتياوو بدل شوی دی له دې مخې په تهرا كې دناپيلی غورځنګ غونډه دې موخوته درسېدو په برخه كې په يوه بې بديله فرصت بدله شوې ده دايران اسلامی جمهوريت ددې غورځنګ دناستې دنوی مشرپه توګه پريكړه لری چې دناپيلی غورځنګ دفعاليتونوپه هدايت كې رغنده رول ولوبوی ددې ناستې په پيل كې دايران دبهرنيو چارو د وزير څرګندونې ددې موخو په لور يو روښانه لرليد ترسيم كړ.
1085093
captcha