IQNA

د محصلينو د قرآن په بين المللی مقابلو كښې د تايلينډی قاری ګډون

20:50 - August 27, 2012
د خبر لمبر: 2400273
د قرآنی كارونو ډله: مشهور او تكړه تايلينډی قاری به د مسلمانو محصلينو د قرآن كريم د بين المللی مقابلو په څلورمه دوره كښې ګډون وكړی كومې چې د ايران په تبريز ښار كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: مشهور او نامتو تايلينډی قاری هارون ملكوی د مسلمانو محصلينو د قرآن پاك د بين المللی مقابلو په څلورمه دوره كښې چې د روانې وږی د مياشتې له ٢٢نه تر ٢٥نیټې پورې د ايران په تبريز ښار كښې ترسره كيدونكې دی، د نورو هيوادونو د قاريانو سره د قرآن كريم د قرائت په څانګه كښې سيالی وكړی.
د وئيلو ده چې د دغو مقابلو افتتاحيه مراسم د حضرت امام صادق(ع) د شهادت د شپوورځو سره په يووخت ترسره كیږی ځكه چې د دغه بزرګواره امام په واسطه شيعه فقه پراخه شوه او د هغوی دوران د اسلام د علمی او فقهی توانمنۍ يو مثال وو او په دغه دوران كښې په مختلفو څانګو كښې اسلامی علومو پراختيا موندلې ده. 1086213
captcha