د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د تقليد د دغه مرجع يعنې د آيت الله العظمی صافی گلپايگانی د دغه پيغام ځينې برخې په دا ډول دی:
بسم الله الرّحمن الرّحيم
قال الله تعالی: وَ ذَكِّرهُم بِأیّام اللهِ
بقيع د مدينۀ طيبه له بقاعو څخه يوه نښه ده چې د اسلام د پيل د تاريخ د يوشمير مهمو برخو د آثارو ساتونكې ده او د څه باندې څلوارلسو پیړيو په اوږدو كښې چې له هجرته تيریږی، تل د هغو سترو ورځو يادونكې ده چې هره يوه ئې د اسلام او د حضرت رسول اكرم صلّی الله عليه و آله د الهی رسالت په معرفی كولو كښې د تاريخ له مهمو آثارو څخه ده. د دغو آثارو ساتنه او د هغو حفاظت قرآن او توحيد ته د بلنې د اصولو ساتنه او حفاظت دے. دغه تاريخی آثار او هغه ټول آثار چې په حرمين شريفين كښې تل د مسلمانانو په مينځ كښې با عظمته او د احترام وړ وو او دی او خلكو به په هغو كښې د پيغبر سيرت، د پيغمبر مجاهدات، د پيغمبر غزوې، د پيغمبر اهل بيت او د پيغمبراكرم حضرت محمدمصطفی صلی الله عليه وآله وسلم صحابه ليدل او له ډير زيات او بې مثله اعتبار او ارزښت نه برخور دی.
خو افسوس چې له دغو نه ئې زياتره مشاهد او مقامونه خراب كړل. د دغو تاريخی اسنادو د له منځه وړلو له لارې ئې د اسلام تاريخ ته ډير ستر نقصان ورسيدۀ چې نه جبيره كيدونكے دے او د اسلام د مبين دين تاريخی اډانې ئې ويجاړې كړې. 1085055