د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې عراقی ليكوال او محقق جميل ظاهری د وړوكی اختر يا شوال د مياشتې د اتمې نېټې يعنې د وهابيانو او آل سعود له لاسو د جنت البقيع اديرې د ويجاړولو د كليزې په مناسبت د «البقيع الغرقد يستغيث الضمير الإنسانی» يعنې ((بقيع اديره د انسان وجدان محاكمې ته رابولی)) په عنوان سره يوه مقاله كښې چې په صوت العراق نومې د اطلاع رسونې په سایټ كښې یې خپره كړې ده ليكی:
بقيع اديرې ته بقيع القرقد ويلې شوی دی. بقيع په لغت كښې يوې سترې زمكې په معنا دے چې پكښې زياتې ونې كیږی او ((الغرقد)) يو ډول لويه ونه ده چې په بقيع كښې به زياتې وې. نو ځكه بقيع اديرې ته ((بقيع الغرقد)) ويل شوی دی او دا هغې زمانې ته اشاره ده چې بقيع قبرستان د زيارت كوونكو لپاره سرسبزه او د ارامښت ځاے ؤ.
په روايت كښې راغلی دی چې دخداے ګران رسول (ص) يوه ورځ د خپلو صحابه كرامو د ښخولو لپاره د يو ځاے د موندلو لپاره د مدينې منورې خواو شا سيمو ته تشريف يوړۀ او چې كله د بقيع اديرې ته ورسېد نو وې فرمايل: ((امرت بهذاالموضع)) يعنې ما ته د دې ځاے د غوره كولو حكم شوے دے.
جنت البقيع يوه مقدسه مقبره او د جنت يو ټوټه ده چې د خداے دګران رسول (ص) د درګاه او نبوی جومات په خوا كښې شتون لری او د هغه حضرت له اهلبېتو عليهم السلام څخه د څلورو پاكو امامانو يعنې امام حسن (ع) امام زين العابدين (ع) ، امام محمد باقر (ع) ، امام جعفر صادق (ع) ، د يو روايت له مخې د حضرت فاطمه زهرا (ع) د پېغمبراكرم (ص) زوے ابراهيم (ع) د خداے د ګران رسول (ص) د يو شمېر بيبيانو (رض) ، د حضرت علی (ع) مور بی بی فاطمه بنت اسد (ع) ، د امام جعفر صادق (ع) زوے اسماعيل (ع) ، د حضرت امام علی (ع) بی بی ام البنين (رض) د پېغمبراكرم (ص) دايه بې بی حليمه (رض) ، د هغه حضر ت يو شمېر صحابه كرامو (رض) او يو شمېر شهيدانو د دفنېدو ځاے دے. چې په اكثرو قبرونو باندې ښكلی ښكلی او له معنويت نه ډك مزارونه، او ګونبدونه جوړ شوی وو او موحد او مخلص مسلمانان به یې له لرې لرې نه زيارت لپاره راتلل، ان تردې چې د دولسمې هجری قمری پېړۍ په وروستيو وختونو كښې د وهابيت ګمراه فرقه چې له اسلام او اسلامی فرقو سره هیڅ تعلق نۀ لری د انګرېز استعمار په ملاتړ او پلان سره د ابن عبدالوهاب نجدی په لاسو جوړه شوه او بالاخره یې د ١٣٤٤ هجری قمری كال د وړوكی اختر يا شوال د مياشتې په ٨ نېټه په دغې مقدسې مقبره كښې د اهلبېتو امامانو (ع) ، صحابه كرامو (رض) امهات المومنين (رض) او شهيدانو مزارونه ويجاړ او له خاورو سره خاورې كړل او په دې یې بسنه ونكړه او بيا یې د شرك او كفر په بهانه یې په حجاز او عراق، شام او نورو سيمو كښې هم په كربلا كښې د امام حسېن (ع) په مبارك مرقد باندې په حملې او ورانولو په شمول د الهی اولياؤ مقدس زيارتونه ويجاړ او زيات سنی او شيعه دينی عالمان او عامه موحد مسلمانان قتل عام كړل.
او اوس د وهابيت دغه فتنه اوس د نړۍ نورو سيمو ته هم رسېدلې او په مختلفو سيمو كښې د اولياء الله قبرونه په بمونو او ځان وژونكو حملو سره الوزوی او پكښې د اسلام د مختلفو فرقو زيات موحد او يو خداے منونكی مسلمانان په خاورو او ونيو كښې رغړوی.
دغه ليكوال دخپلې مقالې په اخېر كښې وليكل: اوس هم په داسې حال كښې چې مونږ د بقيع د قبرستان د منهدم كولو نهۀ اتيايمه كليزه نمانځو هماغه شان د آل سعود د وهابيانو لخوا د دغې مقدسې اديرې د سپېڅلو مزارونو له زيارت څخه د منعې او خنډونو اچولو كتونكی يو او د بقيع سپېڅلې اديره په خپل فرياد سره د نړۍ انسانی ضميرونه محاكمې او د وهابيت له خونړيو پنجو څخه د دغه سپېڅلی مقام د ازادولو ته رابولی او چغې وهی چې ايا څوك شته چې زما فريادونو ته لبېك ووائی؟
1085187