د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د الشرق الاوسط نړيوالې ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د الازهر اسلامی مركز عالمانو وويل: داسې اقدامات د منحرفو افكارو،باطلو اعتقاداتو او بې بنيادو توهماتو نتيجه ده.
د شېخ الازهر د لوړرتبه مرستيال حس الشافعی په مشر د مصر د صوفيه علماؤ نړيوالې اتحادیې هم پرون د وږی د مياشتې په پنځمه نېټه د يوې بيانیې په جاری كولو سره د طرابلس په ١٦٠ كېلومېټرۍ كښې په زلېټن ښار كښې د يو ستر صوفی عالم شېخ عبدالسلام الاسمر د زيارت د ورانولو د غندلو په ترڅ كښې وويل: اسلامی امت د دغه صوفی عالم له فضائلو څخه خبر دے.
حسن الشافعی له ټولو اسلامی ادارو په تېره بيا د مصر له الازهر او د تيونس له الزيتونه پوهنتون څخه وغوښتل چې د دغوجاهلانو له يرغلونو څخه د اسلامی امت د ميراثونو د ژغورلو او ملاتړ لپاره لازمی تدابير غوره كړی او د دغو منحرفو افكارو په وړاندې دې د يومضبوط ديوال په شان اودریږی.
د شېخ الازهر د فنی دفتر غړی محمد مهنا هم وويل:بې له شكه چې د داسې جنايتونو هدف د مسلمانانو ترمېنځ تفرقه او بې اتفاقی اچول دی او د دغو جنايتونو عاملان يوازې د اسلام د دښمنانو د ګټو حفاظت كوی.
د مصر دارالافتاء هم د يوې بيانیې په جاری كولو سره دداسې اقداماتو عاملان د د دې زمانې خوارج وبلل چې مقصد یې فساد فی الارض او د الهی اولياؤ بې حرمتی ده.
دغو مذهبی سرزورو له دې مخكښې هم د لېبياد پائېتخت په مركز كښې د ((الشعاب الدهمانی)) مرقد چې د طرابلس او نورو سيمو د مسلمانانو زيارتګاه وه منهدم كړے ؤ
او اوس یې د وږی په څلورمه نېټه د ستر صوفی عالم شېخ عبدالسلام الاسمر مرقد ړنګ او ورسره یې نزدې كتابتون او دينی مدرسه هم ويجاړه كړه او زياتره كتابونه او تاريخی اثار یې له ځان سره وتښتول.
1086012