IQNA

سردار جعفری: د ناپیّلی غورځنګ د غونډې امنيت ټينګول د سپاه پاسدارانو په غاړه دی

21:36 - August 27, 2012
د خبر لمبر: 2400290
سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار تورن جنرال محمد علی جعفری نن وويل د اسلامی ايران وسله وال ځواك په اقتدار او هوښيارۍ سره په تهران كې د ناپيلی غورځنګ د غړو هيوادونو د ټولو ناستو د بشپړ امنيت زمينې برابرې كړی دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يوراپور پر اساس چې له سپاه نيوز یې نقلوی چې د اسلامی انقلاب ساتندويه ځواك ته په تهران كې د ناپیّلی غورځنګ د ناستو د امنيت د ټينګولو د مسئوليتونو سپارلو ته په اشارې سره زياته كړه د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران، پوليس، د كورنيو چارو وزارت، د اطلاعاتو وزارت د دغو غونډو د هراړخيز امنيت د ټينګولو لپاره له ضروری چمتووالی برخمن دی.
ښاغلی تورن جنرال جعفری په تهران كې د ناپيلی غورځنګ د ناستو د امنيت د ټينګولو او ترسره كولو لپاره د ايران د ناكارندوالی په باب د لويدیځوالو رسنيو چټی او پوچو ادعاګانو ته په اشارې سره ټينګار وكړ په تهران كې د نوموړو هيوادونو په لوړې سوئې او پراخ شتون، سلطه ګرو قدرتونو او له صهونيسټ رژيم سره اړونده رسنيو سر زوريو او پروپیګنډو ته چورلټ ځواب دی.
1086326
captcha