IQNA

ايران ته د ناپيلّی غورځنګ د خارجه وزيرانو د غونډې مشرۍ منتقله شوه

18:33 - August 28, 2012
د خبر لمبر: 2400872
سياسی ډله: د ناپيلّی غورځنګ د غړوهيوادونو د خارجه وزيرانو د غونډې مشری نن سهار د مصر له خوا د ايران اسلامی جمهوريت ته وسپارل شوه.
د ايران د قران نړيوال خبری اژاس ايكنا د يو راپور پر اساس، د مصر قايمقام خارجه وزيرعزالدين رمزی نن سهار د ناپّيلی غورځنګ د غړو هيوادونو د خارجه وزيرانو د غونډې په پيل كې پخپلې وينا كې د ناپیّلی غورځنګ د غونډې په ښه ډول د ترسره كولو په دليل له ايرانه د قدرونې په ترڅ كې د غونډې مشری د ايران داسلامی جمهوريت خارجه وزير علی اكبر صالحی ته وسپارله د ايران خارجه وزير علی اكبرصالحی هم پخپلې وينا كې د ناپيلی غورځنګ په درې كلنې مشرۍ كې د مصر د هلو ځلو په قدرونې سره وويل، د تهران سند بايد د هيوادونو د ګټو او خپلو ګټو ته د غړو هيوادونو د رسيدا زمينه جوړونې ښودونكی شی او د هغو مسئلو لپاره چې جنوب پرې ككړ دی، د هيوادونو ګټې په ګوته كړی.
صالحی ددې خبرې په كولو سره چې نننی چيلينجونه په تير وخت كې دساړهّ جنګ له پړاوه ډيرې پيچلې دی زياته كړه، نن سبا له هغو چيلنجونو او ستونزو سره لاس او ګريوان يو چې د نړيوال كيدا له امله ورسره مخامخ شوی يو.
د ايران خارجه وزير هم دا راز د دې خبرې په كولو سره چې د تل پاتې پراختيا مسئلې ډير اهمیّت لری روښانه كړه، بايد له فرصتونو استفاده وكړو څو پرمشتركاتو ټينګار وكړائ شو او په دغه ډول فرصتونو كې بايد پوه شو چې غورځنګ خپل مقام موندلی دی.
د ډيرو سياسی شناندو او څارونكو له نظره د ناپیّلی غورځنګ د شپاړسمې سرمشريزې څخه د تهران كورباتوب او دغه راز ايران ته د دغه لوی نړيوال اورګان د درې كلنې مشرۍ سپارلو يو بې بديله فرصت برابر كړی دی څو د ناپيلی غورځنګ پخپل څو پنځوس كلن تاريخی ټوپ كې د خپل راتلونكی لپاره يو ماډرن او نوی لرليد انځوركړی.
د تهران غونډه په يو ه خورا حساس وخت كې واقع كيدا ته په پام سره ددغه غورځنګ په ټول ژوند كې دناپيلی غورځنګ يو ه خورا مهمه غونډه حسابیږی . او په دې اساس هيله كیږی غړی هيوادونه دحالاتو دحساس شونې په درك كولو سره دغه لويه نړيواله موسسه په نړيوالو معادلاتو كې د اغيز شيندنې په لور وكاږی .
د ايران اسلامی جمهوريت به د ناپيلی غورځنګ د نوی مشرۍ په مقام كې هڅه وكړی ، د ناپيلی غورځنګ لپاره د اغيزمن منشور د پياوړتيا لپاره زمينه جوړه كړی څو په نړيوال نظام كې د دغه غورځنګ د اغيزشيندنې حوزه نوره هم پراخه شی ناپيلی غورځنګ ديوسل شلو غړو په درلودلو سره له ملګرو ملتو وروسته خورا ستره نړيواله ټولنه ده.
له دې نظره ، په تهران كې د ناپيلی غورځنګ شپاړسمه سرمشريزه چې د ګډ نړيوال مديريت په سيوری كې د تل پاتې سولې په نامې سره ترسره كیږی، په اوسنيو شرايطو كې د ناپيلی غورځنګ د موخو په عملی كولو كې يو مهم ګام كيدلی شی .
په دغو موخو كې په نړيوالو مناسباتو كې د هر ډول بې عدلتۍ او سلطې پر نفی كولو، پرتل پاتې پراختيا ؤاو هم داراز دنړيوال كيدا په بهير كې له اقتصادی فرصتونوداستفادې او له امنيتی او ایټمی ګواښونو سره دمقابلې پشمول سترې نړيوالې مسئلې او موضوګانې پكې شاملې دی .
دتوپير دختمولو ،دملتونو حقوقوپه تيره بيا دفلسطين دملت داحترام په سترګه دليدو ،په امنيت شورا كې دناپيلی غورځنګ دنيغ په نیِغه شتون په چورليزتوب سره دملګرو ملتو په اركانوكې دقدرت په ويشل كيدا كې دانډول درامينځته كولولپاره دهڅو په څير موخې د غورځنګ دنوی اوماډرن رول په رامينځةكيدا كې ډير اهميت لری چې دايران اسلامی جمهوريت ئې اهتمام كړی دی .
په دغو اساسی غوښتنو دايران داسلامی جمهوريت خارجه وزير دناپيلی غورځنګ دوزيرانو په ټول كې پخپلې وينا كې پرې ټينګار وكړ ،خو هماغه ډول چې دايران خارجه وزير ټينګار كړی دی ، شك نشته چې عمومی اقدام به دناپيلی غورځنګ دغو موخو ته په رسيدا كې ډير ې اغيزې ولری.
1086713
captcha