IQNA

د ناپيلی غورځنګ غړی هيوادونه د نړيوالې سولې او امنيت په ټينګيدا ټينګار كوی

22:19 - August 28, 2012
د خبر لمبر: 2400873
سياسی ډله: په داسې حال كې چې نن په رسمی ډول د ناپيلی غورځنګ مشری له مصر څخه ايران ته وسپارل شوه او د ناپيلی غورځنګ د غوڼدې دوهم پړاو يا د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غوڼده پيل شوه.
د ايران د قران نړيوال خبری اژاس ايكنا د يو راپور پر اساس، د دې غورځنګ ټول غړی هيوادونه د نړيوالې سولې د ټينګښت غوښتونكی دی . د منګوليا هيواد د بهرنيو چارو وزيربلد لوسان ونډا نن وويل د تهران د غونډې تر ټولو مهمه موخه نړيواله سوله او امنيت دئ .
د نيجريا د بهرنيو چارو وزير په ډاګه كړه هيله من يو چې د تهران غونډه به تر ټولو په ښه ډول تر سره او د نړيوالې سولې په تحقق او د ملتونو تر منځ د اختلافاتو په حل كې ټينګ ګامونه پورته كړ ی. د كيوبا د بهرنيو چارو وزير پاريلا وويل ايران د ناپيلی غورځنګ په سر مشريزه كې حساسيتونو ته په پام سره لويه دنده پر غاړه لری او د هيوادونو خپلواكی او د نړی د ملتونو تر منځ د ښو اړيكو پراختيا به د دې غوڼدې مهم مبحثونه وی .
د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزير محمد مولانا ناتالګاوا د امام خمينی رحمه الله عليه په هوايی ډګر كې خبريالانو ته وويل ناپيليئ غورځنګ بايد په ميانمار كې د مسلمانانو پر ضد د تاوتريخوالی درولو لپاره لازم او فوری اقدامات تر سره كړی .
د جنوبی افريقا د بهرنيو چارو وزير آنكو ماشا بانه د تهران غونډه تاريخی غونډه وبلله او هيله ېې څرګنده كړه چې دا غونده به ښې او مثبتې پايلې ولری.
د قطر د بهرنيو چارو وزير خالد العطيه له ايران په مننې زياته كړه هيواد به ېې د ناپيلی غورځنګ د موخو لپاره تر خپلې وسې هڅې وكړی . د ناپيلی غورځنګ د كارپيژاندو دوه ورځنۍ غوڼدې په دريو فصلونو او ۶۸۸ بندونو كې يوه مسوده چې د كيوبا په مشرئ د سياسی او د مصر په مشرئ د اقتصادی كمیټو له خوا جوړه شوې تصويب او د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته وړاندې كړه.
دا مسوده به په د بهرنيو چارو وزيرانوپه غونده كې له څیړنې وروسته د غوڼدې وروستی پړاو يا دغورځنګ د مشرانو غوڼدې ته وړاندې او په نهايی تصويب به ورسی .
د نن په غوڼده كې د اسلامی ايران د دوو اتومی پوهانوداريوش رضايی نژاداو مصطفی احمدی روشن واړه يتيم شوی بچيان چې په لودیځ پورې د تړليو ترهګرو له خوا شهيدان شوی ؤ د سولې سفيران ټاكل شو ی او هغوی به د غوندې ګډون والو ته د ګلونو ګيدئ وركوی .
د نن په غوڼده كې د ناپيليو هيوادونو له ۸۰ څخه زيات د بهرنيو چارو وزيان ګډون لری .
1086787
captcha