IQNA

د بقيع د ياد نمانځلو نړيوال فېسټيوال د جوړولو غوښتنه

22:19 - August 28, 2012
د خبر لمبر: 2400921
نړيواله ډله: د نجف اشرف د صوبائی شورا مشر د سعودی د وهابيانو په لاسو د جنت البقيع قبرستان د منهدم كولو د كليزې په مناسبت سره په خپله يوه وېنا كښې د خداے دګران رسول (ص) د اهلبېتو (ع) او صحابه كرامو (رض) د مزارونو د ويجاړولو د څېړنې په هدف سره د يو نړيوال فېسټيوال د جوړولو غوښتنه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د نون خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ، د نجف اشرف د صوبائی شورا مشر شېخ فائد كاظم نون په دې باره كښې وويل: دغه فېسټيوال په اسلامی دنيا كښې د خداے د ګران رسول (ص) د پاكو اهلبېتو عليهم السلام د معرفی كولو او په نړۍ كښې د فتنو د ختمولو لپاره د اسلامی د اسلامی وحدت او يووالی ذريعه كېدې شی.
هغۀ څرګنده كړه: هغه څه چې نن یې مونږ په شام، لېبيا او نورو هېوادونو او سيمو كښې د اولياء الله د مزارونو او مقدسو مقاماتو د ړنګولو او كتابتونونو او نورو اسلامی اثارو د سوزولو او حتی د دغې ګمراه ډلې په لاسو د سنی او شيعه مسلمانانو د وژلې په شكل كښې كتونكی يو د هغوی وحشيانه يرغلونو او حملو دوام دے چې وهابيانو د تېرې ميلادی پېړۍ په شروع كښې په جنت البقيع كښې د خداے دګران رسول (ص) د پاكو اهلبېتو (ع) او قدرمنو صحابه كرامو (رض) د مزارونو د منهدم كولو په غرض شروع كړې.
هغۀ وويل نن د فتنو دغه ټول واقعات چې په نړۍځاے په ځاے روان دی دا تقاضا كوی چې د اسلامی او عربی دنيا د مختلفو اسلامی فكری مكاتبو دينی عالمان او پوهان راوغونډ شی او د دغې فتنې او منحرفوعقائدو د مخنيوی لپاره غور، فكر او عملی اقدامات وكړی.
هغۀ د دې مقصد لپاره د جنت البقيع د زړۀ ارې كوونكې واقعې په موضوع سره د يو نړيوال فېسټيوال د جوړولو غوښتنه وكړه.
1086118
captcha