IQNA

ايران په رسمی توګه د ناپيئلتوب د غورځنګ مشر شو

21:01 - August 28, 2012
د خبر لمبر: 2400929
سياسی ډله: د ناپيئلو د غورځنګ د بهرنيو چارو د وزيرانو په شپاړسمه غونډه كښې د دغه غورځنګ مشری د مصر د بهرنيو چارو د وزير د مرستيال له خوا د ايران د اسلامی جمهوريت خارجه وزير علی اكبرصالحی ته وسپارله شوه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ناپيئلو د غورځنګ د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه نن سهار د دغه غورځنګ د اوسنی رئيس په توګه د مصر د بهرنيو چارو د وزير د قائم مقام عزالدين رمزی په ويناؤ سره پيل شوه.
دۀ د خپلو ويناؤ په پيل كښې په ښه ډول د دغې غونډې د ترسره كولو په دليل د ايران د قدرونې په ترڅ كښې د غونډې مشری د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو وزير علی اكبرصالحی ته وسپارله.
د ايران خارجه وزير علی اكبرصالحی هم په يولړ ويناؤ كښې د ناپيئلو په غورځنګ باندې د درې كلنې مشرۍ په دوره كښې د مصر د كوششونو په ستاينې سره ووئيل: د تهران د غونډې سند پكار دی د هيوادونو د ګټو ښودونكے او خپلو ګټو ته د غړيو هيوادونو د لاس رسۍ زمينه جوړونكے وی او د هغو مسائلو لپاره چې جنوب ورباندې اخته دے، د هيوادونو ګټې وښئی.
صالحی په دې بيان سره چې نننۍ لانجې په تيروخت كښې د سوړ جنګ له وخت نه ډيرې زياتې پيچلې دی، زياته كړه: نن سبا د نړيوال كيدو يا ګلوبلآئزيشن له امله د يوشمير ستونزو او لانجو سره مخامخ شوی يو. صالحی همداراز په دې بيان سره چې د پايدارې پراختيا مسائل ډيرزيات اهميت لری، څرګنده كړه: پكار دی له فرصتونو نه استفاده وكړو چې مشتركات د تاكيدوړ وګروځولے شو او په داشان فرصتونو كښې پكار دی پوه شو چې غورځنګ خپل موقعيت ترلاسه كړے دے.
د زياترو سياسی څارونكو او شناندو له نظره د ناپيئلو د غورځنګ د مشرانو له شپاړسمې غونډې څخه د تهران كوربه توب او ايران ته د دغه ستر نړيوال ارګان د درې كلنې مشرۍ انتقال يو بې بديله فرصت رامينځته كړے دے چې د ناپيئلتوب غورځنګ د خپل څه باندې پنځوسو كالو په تاريخی هڅې او كوشش كښې د خپل راتلونكی لپاره يو نوے پس منظر انځور كړی.
د تهران د غونډې په ډير حساس زمانی پړاؤ كښې راتلو ته په پام سره دغه غونډه د ناپيئلتوب د غورځنګ د عمر په اوږدو كښې د دغه غورځنګ ترټولو مهمه غونډه ګڼل كیږی او په دې اساس هيله كیږی چې د ناپيئلتوب د غورځنګ غړی هيوادونه د حالاتو په حساسيت باندې په پوهيدو سره دغه ستر نړيوال تشكل په نړيوالو معادلاتو كښې د اغيزكونې په لور بوځی. د ايران اسلامی جمهوريت به د ناپيئلو د غورځنګ د مشرۍ په نوی مقام كښې هڅه وكړی چې د دغه غورځنګ لپاره د يو مؤثر منشور د پياوړتيا په موخه زمينه جوړه كړی څو په بين المللی نظام كښې د دغه غورځنګ د اغيزشيندنې حوزه زياته شی.
د ناپيئلتوب غورځنګ د ١٢٠غړو په لرلو سره د ملګرو ملتو له سازمانه وروسته ترټولو ستره بين المللی ټولګه ده. له دې نظره په تهران كښې د ناپيئلو د غورځنګ د مشرانو شپاړسمه غونډه چې د نړيوال ګډ مديريت په رڼا كښې د پائدارې سولې په عنوان سره ترسره كیږی، په اوسنيو شرايطو كښې د ناپيئلو د غورځنګ د اهدافو د عملی كولو په لړ كښې يومهم ګام كيدې شی. په دغو اهدافو كښې په بين المللی مناسباتو كښې د هرډول سلطې او بې عدالتۍ د نفی كولو، پايدارې پراختيا او د نړيوال كيدو يا ګلوبلآئزيشن په چلن كښې له اقتصادی فرصتونو څخه د ګټه اوچتونې او د امنيتی او ایټمی ګواښونو سره د مقابلې په هكله ستر بين المللی مسائل شامل دی.
د تبعيض د رفع كولو، د ولسونو په تيره بيا د فلسطين د حقوقو د احترام او د امنيت په شورا كښې د ناپيئلو د غورځنګ د نيغ په نيغه شتون په محوريت سره د ملګرو ملتو د سازمان د اركانو ترمينځ د قدرت په ويش كښې د توازن د رامينځته كولو په شان كوششونه ډير اهميت لری چې د ايران د اسلامی جمهوريت لخوا ورته ډيره پاملرنه كیږی.
دغه اساسی او بنيادی غوښتنې نن د ناپيئلتوب د غورځنګ د وزيرانو په ټول كښې د ايران د بهرنيو چارو د وزير په ويناؤ كښې د تاكيد وړ وګرځيدې، خو لكه څنګه چې د ايران خارجه وزير ټينګار كړے دے، په دې كښې شك نشته چې ډله ايز اقدامات به د ناپیېلو د غورځنګ د دغو اهدافو په ترلاسه كولو كښې ډير زيات تاثير ولری. 1086837

captcha