د مصر چاپ الدستور ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغې غونډې په افتتاحيه مراسمو كښې د تركیې د بهرنيو چارو وزيرا احمدداؤداوغلو او د اسلامی همكارۍ د سازمان ستر سكتر اكمل الدين احسان اوغلو شتون درلود.
د اسلامی همكارۍ د سازمان د بشری حقوقو د كمیټې غونډه د جمعې تر ورځې يعنې د روانې وږی د مياشتې تر لسمې نیټې پورې دوام لری او د سورئې د حالت او د هغې د پائيلو، د فلسطين د مسئلې او د اسلامی او عربی هيوادونو د اوسنيو حالاتو او د انسانی بحران په شان چې د برما يا ميانمار د آراكان سيمې مسلمانان ورڅخه رنځیږی، په شان مسائل به پكښې وجاجول شی.
دغه غونډه په هرو دريو كالو كښې يو ځل د اسلامی همكارۍ د سازمان له غړو هيوادونو څخه په يو كښې ترسره كیږی. 1086975