IQNA

په مسجد الاقصی باندې د صهيونېسټو ښځو فوځيانو حمله

21:34 - August 29, 2012
د خبر لمبر: 2401544
نړيواله ډله: د صهيونېسټ رژيم فوځی ښځو پورن د وږی د مياشتې په اومه نېټه د دغه رژيم د امنيتی ځواكونو په ملاتړ سره په مسجدالاقصی باندې حمله وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د الاقصی د اوقافو او ميراث ادراې وويل: د صهيونېسټ رژيم تقريباً سلو تنو ځواكونو منجمله شپېتو ښځو فوځيانو او زيات شمېر صهيونېسټانو كسانو د امنيتی ځواكونو په ملاتړ سره په مسجدالاقصی باندې حمله وكړه.
همدغه په دغه بيانيه كښې راغلی دی چې تقريباً يو زر تنو پرديو سېلانيانو چې له اخلاقو نه پريوتې جامې یې اچولې وې هم مسجد الاقصی باندې تېرے وكړ او په خپلو له سپكاوی نه ډك اقدامات وكړل او د دغه مقدس جومات حرمت یې ترپښولاندې كړ.
1087410
captcha