د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، محمد المرسی وويل چې دا چې خپل خپلواكه حكومت دفلسطين په بشپړ ټاټوبی كې جوړ كړی
المرسی زياته كړه مونږ هڅه كوو يو ځل بيا د حق تر څنګ ودریږو او ټول سياسی او غير سياسی ملاتړ چې د فلسطين د ملت لپاره ضروری دی اعمال كړو څو دغه ملت وتوانیږی خپل هيواد او حكومت ته لاس رسی ولرل شی او د ملګرو ملتو غړی شی او له څو لسيزو تيريدا وروسته كراری ووينی.
هغه وويل بايد د فلسطين د ملت غوښتنې پوره شی او فلسطينی بنديان د صهونيسټ رژيم له سپيرو منګولو آزاد شی.
د مصر ولسمشر د دې خبرې په كولو سره چې بايد ناپيلی غورځنګ غړی په نړيوال ډګر كې جدی فعاليت ولرل شی وويل بايد ټول خپل اهتمام متمركز كوو په هيوادونو كې د ديموكراټيكو چارو د محترم ګڼلو لپاره او مونږ هڅه كوو په نړيوال ډګر كې د هيوادونو ترمنیځ يو وحدت او يووالی رامينځته كړو.
محمد المرسی زياته كړه په اوسنی نړيوال ډګر كې له بده مرغه استعمار ګر هيوادونه نيت لری په نوو پرمختللو هيوادونو او د دريمې نړۍ په هيوادونو كې تل اختلافات رامينځةكړی او دوی نه غواړی ګډ عدالت محقق شی خو مونږ په دې پسې يو، د ملګرو ملتو د امنيت شورا اصلاح او پراختيا بايد په بشپړ ډول وشی څو د نړيوال عدالت ښودنه وكړائ شی.
ځكه عدالت يو يا څو هيوادونه نشی پوره كولی او مونږ بايد د ملتونو د رايو منعكس كونكی شو .
د مصر ولسمشر هم دا راز د مصر د انقلاب برياليتوب ته په شارې سره وويل د مصر انقلاب توانيدلی دی خپلو موخو ته ورسیږی او اوس د مصر د ملت اراده واكمنه او جاری ده او مصر اوس يو ديموكراټيك او ولسی هيواد دی او نننی مصر پخپلې ارادې سره په حقيقی معنا سره توانيدلی دی خپلې غوښتنې منتقلې كړی.
1088025