د ايران د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس چې له العالم یې نقلوی چې د فلسطين دملت حق پخپل هوډ او ارادې سره دخپل برخليك ټاكل دی او دا چې خپل خپلواكه حكومت د فلسطين په بشپړ ټاټوبی كې جوړ كړی المرسی زياته كړه مونږ هڅه كوو يو ځل بيا د حق تر څنګ ودریږو او ټول سياسی او غير سياسی ملاتړ چې دفلسطين دملت لپاره ضروری دی اعمال كړو څو دغه ملت وتوانیږی خپل هيواد او حكومت ته لاس رسی ولرل شی او دملګرو ملتو غړی شی او له څو لسيزو تيريدا وروسته كراری ووينی هغه وويل بايد دفلسطين دملت غوښتنې پوره شی او فلسطينی بنديان د صهونيسټ رژيم له سپيرو منګولو آزاد شی
د مصر ولسمشر ددې خبرې په كولوسره چې بايد ناپيلی غورځنګ غړی پّ نړيوال ډګر كې جدی فعاليت ولرل شی وويل بايد ټول خپل اهتمام متمركز كدو په هيوادونو كې دديموكراټيكو چارو د محترم ګڼلو لپاره او مونږ هڅه كوو په نړيوال ډګر كې دهيوادونو ترمنیځ يو وحدت اويووالی رامينځته كړو.هغه زياته كړه په اوسنی نړيوال ډګر كې له بده مرغه استعمار ګر هيوادونه نيت لری په نوو پرمختللو هيوادونو او ددريمې نړۍ په هيوادونو كې تل اختلافات رامينځةكړی او دوی نه غواړی ګډ عدالت محقق شی خو مونږ په دې پسې يو ، د ملګرو ملتو دامنيت شورا اصلاح اوپراختيا بايد په بشپړ ډول وشی څو دنړيوال عدالت ښودنه وكړائ شی
ځكه عدالت يو يا څو هيوادونه نشی پوره كولی او مونږ بايد دملتونو درايو منعكس كونكی شو .
د مصر ولسمشر هم داراز د مصر دانقلاب برياليتوب ته په شارې سره وويل دمصر انقلاب توانيدلی دی خپلو موخو ته ورسیږی او اوس دمصر د ملت اراده واكمنه او جاری ده او مصر اوس يو ديموكراټيك اوولسی هيواد دی او نننی مصر پخپلې ارادې سره په حقيقی معنا سره توانيدلی دی خپلې غوښتنې منتقلې كړی.
د وينا وروسته یې د ناپيلی غورځنګ مشری اسلامی ايران ته وسپارله د پينځلسم پړاو مشری د مصر په غاړه وه
1088136