IQNA

بان كی مون د غېر وابسته غورځنګ په غونډه كښې د انقلاب د معظم رهبر د تجويز هركلے وكړ

20:37 - August 30, 2012
د خبر لمبر: 2401889
نړيواله ډله: د ملګرو ملتو عمومی سېكتر نن د وږی د مياشتې په نهمه نېټه په تهران كښې د غېر وابسته غورځنګ د مشرانو په غونډه كې له اېټمی وسلې نه د پاك مېنځنی ختیځ په حقله د اسلامی انقلاب د معظم رهبر تجويز ته په اشارې سره وويل: دا تجويز د ايران لخوا وړاندې شو او مونږ ورسره متفق يو او پكار دی ټوله دنيا داسې شی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د ملګرو ملتو عمومی سېكتر وويل: عربی سپرلی د ملتونو له داخل څخه سرچينه اخېستې ده او په دغو پېښو كې ملتونه راپاڅېدل چې خپل ښۀ مستقبل ولری.
بان كی مون عربی سپرلے د ملتونو د پاڅون او بېدارۍ نتيجه وبلله او تاكيد یې وكړ: د دغو هېوادونو بدلونونه د بهرنيو فوځی حملو نتيجه نۀ وه.
د ملګرو ملتو عمومی سېكتر د خپلې وېنا په يوه بله برخه كښې له اېټمی وسلې نه د پاك مېنځنی ختیځ په حقله د اسلامی انقلاب د معظم رهبر تجويز ته په اشارې سره وويل: دا تجويز د ايران لخوا وړاندې شو او مونږ ورسره متفق يو او پكار دی ټوله دنيا داسې شی.
هغۀ همدارنګ تاكيد وكړ: مونږ ټول هېوادونه دې ته هڅوو چې د خپلو ملتونو اواز ته غوږ كېږدی او د عدالت، كرامت او بشری حقوقو لپاره د هغوی غوښتنو ته عملی جامه واغوندوی.
هغۀ وويل: په اوس حال كښې غېر وابسته غورځنګ د نړۍ په دريو كښې دوه برخې هېوادونه په ځان كښې ځاے كړی دی نو پكار دی په راتلونكی كښې په خپلو كښې مشاركت وكړو ځكه چې داسې بيله بيل كلتورونه لرو چې په هدف كښې په خپلو كښې سره مشترك دی نو پكار دی په دنيا كښې د ارزښتونو د استقرار لپاره په خپلو كښې سره لاسونه وركړو او يو موټے شو.
هغۀ په اخېر كښې وويل: د ملګرو ملتو تنظيم دې حاضر دے چې په دنيا كښې د مشكلاتو له اواری سره مرسته وكړی.
1088138
captcha