د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د دفتر د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلام انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای نن د سورئې د وزيراعظم وائل نادر الحلقی او د ورسره پلاوی په كتنه كښې په هر هيواد كښې مخالفو ډلو ته د وسلې وركول او له هغو څخه مالی او تبليغاتی ملاتړ د سورئې په شان د يو حالت د رامينځته كيدو زمينه جوړونكی وبلل او ټينګار ئې وكړ: كۀ نن سبا د اروپائی حكومتونو د سياستونو مخالفانو ته هم چې مظاهرې ترسره كوی، پيسې او وسله وركړے شی نو په دغو هيوادونو كښې به هم بيخی د سورئې د اوسنی وضعيت په شان حالت رامينځته شی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د سورئې د دردناكو پیښو اصلی او د پردې ترشا عامل امريكا او صهيونسټی رژيم وبلل او زياته ئې كړه: د ناپيئلتوب غورځنګ په قطعی توګه له امريكې، د شمالی اټلانټك د تړون له سازمان ناټو او د ځينو اروپائی هيوادونو نه زيات د سورئې مسائلو ته د سياسی داخليدنې حق لری.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې د سورئې دولت په اوسنيو پیښو كښې د ظلم وړ ګرځيدلے دے، څرګنده كړه: د سورئې حكومت ته پكار دی چې له مخالفانو او بهانه لټونكو څخه د هرډول پلمې د اخستلو او د سياسی اصلاحاتو د جاری ساتلو په ترڅ كښې په سوريه كښې د عمومی افكارو او د عربو ولسونو لپاره په سوريه كښې د شرايطو حقيقت او د پردې ترشا دسيسه تشريح او په ډاګه كړی. 1088469