IQNA

احمدې نژاد: د فلسطين له ملت ملاتړ له ايران سره د لويدیځ د دوښمنيو لامل دی

13:00 - September 01, 2012
د خبر لمبر: 2402614
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولس مشر محمود احمدې نژاد د فلسطين د خپلواكه تشكيلاتو له مشر محمود عباس سره په تهران كې د ليدنې په ترځ كې په ډاګه كړه د لودیځ له دوښمنيو سره سره به مونږ د فلسطين له ملت سره خپلو هر اړخيزو مرستو ته دوام وركړو.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، ولس مشر زياته كړه ايران د ټولو فلسطينی ډلو د يوالی پر اصل باور لری او په دې برخه كې د خبرو اترو لپاره د زمينې برابرولو ته چمتو دئ ځكه دا كار به د فلسطين د آزادۍ لپاره فرصتونه ډير كړی.
د خپلواكه تشكيلاتو مشر ابو مازن هم په دې بيان سره چې له فلسطين سره د ايرانيانو مينه ثابته شوې زياته كړه موجوده وضعيت ته په پام سره فلسطينيان هڅه كوی چې خپل موجوديت او ټاټوبئ وساتی او په دې چوكاټ كې ګدې سياسی طرحې ته د رسيدو لپاره د سلا مشورو په حال كی دی .
هغه زياته كړه فلسطينيان د يوالی او روغې جوړې په اهميت پوهیږی ځكه د فلسطينيانو تر منځ له اختلافه يواځی صهيونيستی رژيم ته ګټه رسیږی .
هغه له اسلامی ايران سره د اړيكو د كچې د پراختيا غوښتنه وكړه.
http://www.president.ir/fa/41069
captcha