IQNA

په تهران كې د ناپيلی غورځنګ د شپاړسمې غونډې وروستی بيانيه

13:21 - September 01, 2012
د خبر لمبر: 2402635
سياسی ډله: په تهران كې د ناپيلی غورځنګ د مشرانو د شپاړسمې غونډې بيانيه، د ايران د اسلامی جمهوريت له سوله ييزو اټومی فعاليتونو د ملاتړ په شمول په ۱۱ مادو كې په دې غونډه كې د ټولو ګډونوالو له خوا تصويب شوه.
د ايران د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس، د ناپيلی غورځنګ د مشرانو د شپاړسمې غونډې يوولس ماده ييزه بيانيه چې په هغو كې د نړۍ سياسی او اقتصادی كړكيچ، د فلسطين موضوع، له سوله ييزې ا ټومی انرژۍ څخه د استفادې حق او تلپاتې نړيوالې سولې په شمول بيلابيلو مسايلو ته اشاره شوې ده، خپره شوه او د تهران په غونډه كې د ټولو ګډونوالو له خوا تصويب شوه.
په تهران كې د ناپيلی غورځنګ د غړيو هېوادونو د مشرانو د شپاړسمې غونډې په نيانيه كې، د ګډ نړيوال مديريت لپاره د منصفانه، پراخ، رڼه او اغيزمن نظام پر جوړيدو چې د ټولو هېوادونو د ګټو په چوكاټ كې وی ټينګار وشو.
په دې بيانيه كې راغلی دی چې د فلسطينی ټاټوبی نيواك او د صهيونيسټ رژيم دوامداره جنايتونه تل په منځنی ختیځ سيمه كې د كړكيچن وضعيت اصلی لامل دی او ددې كړكيچ د ختمولو حل لاره د نيواك ختمول، د خپل برخليك د ټاكلو په اړه د فلسطين د خلكو حق او د قدس شريف په پلازمېنې سره د خپلواك او تلپاتې فلسطينی هېواد جوړيدل دی. د ناپيلی غورځنګ د مشرانو د شپاړسمې غونډې په بيانيه كې ټينګار شوی دی، چې د بشری حقوقو مسايل بايد د ملګرتيا او رغنده كړچار، نه مخامخېدا، غيردوه ګونی،، عادلانه، منصفانه، بې طرفه، انډول، عينی او له سياسی ملاحظاتو پرته و اوسی. په دې بيانيه كې همدارنګه اټومی وسلې د برشی ټولنې لپاره جدی ګواښ معرفی شوی او پكې راغلی چې د اټومی وسلو در لودوونكی هېوادونه بايد د ان،پی،ټی يا د اټومی وسلو د خوريدا او د توليد د منع تړون د شپږمې مادې پر اساس، د يوه مشخص وخت په چوكاټ كې د خپلو ټولو اټومی وسلو د له منځه وړلو لپاره عمل وكړی.
د تهران د غونډې د بيانې پر بنسټ، د نړۍ ټول هېوادونه بايد وكولای شی چې له اټومی انرژۍ څخه د سوله ييزې استفادې لپاره له خپل روا او نه انكاريدونكی حقه، له توپير پرته او د اړونده حقوقی ژمنو او منطق سره برخور شی او د سونګو د څرخې او داټومی ټكنالوژۍ او سوله ييزې استفادې په برخه كې د ايران د اسلامی جمهوريت په شمول د هېوادونو پرې كړو او انتخاب سياستونو ته درناوی وشی.
په عين حال كې په دې بيانيه كې ټينګار شوی چې د سوله ييزو اټومی فعاليتونو خونديتوب ته بايد درناوی وشی او پر فعالو او يا د جوړيدو په حال كې سوله ييزو اټومی تاسيساتو بريد او يا ګواښ، د انسانانو او ژواك چاپېرالژ پرضد جدی خطر دی او د نړيوالو حقوقو، اصولو او د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او د اټومی انرژۍ د نړيوال آژانس له اصولو جدی سرغړونه ګڼل كېږی.
1088704
captcha