د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس ، د ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد نن په تهران كښې د شمالی كوريا د لوړې شورا له مشر كيم يونګ نام سره په كتنې كښې د ناپييلی غورځنګ د هدفونو پرمخ بيول د غورځنګ د ټولو غړيو ملګرتيا او هڅې ته ضرورت وباله او ویې ويل د ناپييلی غورځنګ غړی بايد د ملتونو د ګټو په چوكاټ كښې د غورځنګ د هدفونو د اجرا د مخنيوی لپاره د مستكبرو قدرتونو د دسيسو په وړاندې هوښيار ووسی.
د شمالی كوريا د لوړې شورا مشر كيم يونګ نام هم وويل په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ د شپاړسمې (۱۶) غونډې په برياليتوب سره ترسره كيدا به د امريكا له قدرت غوښتنې سره د مقابلې په هدف سره په نړيوال ډګر كښې د نوموړی غورځنګ د مقام په لوړتيا كښې زيات اغيز ولری.
د شمالی كوريا دغه مسول په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ د مشرانو د شپاړسمې (۱۶)غونډې د بې اهميته ښودلو لپاره د ځينو قدرتونو هڅې ته په اشارې سره وويل ايران په دغه غونډې كښې په خپلو مناسبو پلانونو سره د دښمانانو دسيسې شنډې كړې.
http://www.president.ir/fa/41447