IQNA

د امام موسی صدر برخليك هم هغه شان مبهم دے

22:03 - September 01, 2012
د خبر لمبر: 2402794
نړيواله ډله: لبنانيانو د لېبيا له نويو چارواكو څخه وغوښتل چې د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو د برخليك په حقله د ابهاماتو د ختمولو لپاره د پخوانی رژيم له عناصرو څخه دې تفتيش وكړی
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د لبنان خلقو د امام موسی صدر د تښتول كېدو د څلوردېرشمې كليزې په مناسبت د مقاومت په ملاتړ او د صهېونېست غاصب رژيم په خلاف د هغۀ دریځونه بيان كړل او د لېبيا له نويو چارواكو څخه یې وغوښتل چې د هغۀ او د هغۀ د ملګرو د برخليك په حقله د ابهاماتو د ختمولو لپاره دې د پخوانی رژيم له عناصرو څخه تحقيقات ترسره كړی.
داسې ښكاری چې د امام موسی صدر د تښتول كېدو موضوع د ابهاماتو د ختمېدو او د هغۀ د برخليك د روښانه كېدو په لور نۀ درومی.
د لېبيا له نويو چارواكو څخه د لبنانيانو تعقيبات تر دې شېبې پورې يوازې د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو د برخليك په اړه د په ابهاماتو كښې د اضافې سبب شوی دی او د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو برخليك هم هغه شان د يو راز په توګه باقی پاتے دے او قذافی له خپل مرګ نه مخكښې له دغه راز نه پرده اوچته نۀ كړه.
د امام موسی صدر د برخليك د معلومولو د كمېټۍ غړی خليل حمدان وويل: پكار دی له هغو اصلی شخصيتونو څخه چې د معمر قذافی په رژيم كښې اجرائی عناصر وو تحقيق وشی په تېره بيا له عبدالله سنوسی څخه چې د قذافی د حكومت د تور ډبلے او د اسرارو سرچينه بلل كیږی.
حمدانی وويل: سنوسی په موريتانیې كښې نيول شوے دے او تر اوسه پورې د الېبيا حكومت له هغۀ څخه تحقيقات نه دی كړې شوی او زمونږ د زياتو درخواستونو باوجود تر اوسه پورې په دې اړه څخه نتيجې ته نه يو رسيدلی.
د لبنان د امل غورځنګ يو مشر علی دياب هم وويل: سږ كال به د امام موسی صدر پلويان د هغۀ د تښتول كېدو په څلوردېرشمې كليزه كښې د په فوځ، مقاومت او ملت باندې په پابندۍ باندې تاكيد وكړی او دا چې له فتنې سره د مقابلې لپاره تر ټولو غوره وسله د ملی يووالی ساتنه ده.
1088761
captcha