د «saphirnews»د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غونډه د ((په الهی سيوری كښې يو امت: د ګډو ګټو سره د مقابلې لپاره)) په شعار سره او د شمالی امريكې د مسلمان جميعت(ايسنا) په همت سره ترسره كیږی او د روانې وږی د مياشتې تر ديارلسمې نیټې پورې دوام لری.
د اسلامی فلمونو د فسټيول، د قرآن كريم د حفظ او قرائت د مقابلو او د نقاشۍ او خوشنويسۍ په شان د اسلامی آثارو او د انځورونو د نندارتون ترسره كول له هغو پروګرامونو څخه دی چې د دغې غونډې لپاره په نظر كښې نيول شوی دی.
همداراز د دينی او كلتوری پروګرامونونو نه علاوه د دغې غونډې ترڅنګ په اسلامی موضوعاتو سره هم ګڼ شمير ناستې ترسره كیږی چې له هغو نه اسلامی او اقتصادی شريعت، مسلمانې كورنۍ، په ميانمار يا برما كښې د مسلمانانو حالت او په رسنيو يا میډيا كښې له اسلامه ويرولو ته اشاره كوې شو.
په دغه غونډه كښې به د امريكې د مسلمانانو نه علاوه د كينیډا مسلمانان هم ګډون وكړی. 1088860