IQNA

په بغداد كښې دوه تنه شيعه عالمان شهيدان شول

21:01 - September 01, 2012
د خبر لمبر: 2402799
بين المللی ډله: وسله والو يرغلګرو پرون دوه تنه شيعه عالمان له جوماته د راوتلو په وخت په ډزو سره شهيدان كړل.
د «cri»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: وسله والو حمله كونكو پرون د الشروق نومی مسجد امام جماعت او د دغه جومات مؤذن د بغداد په شمال ختیځ كښې په الشعب نومې سيمه كښې د ګوليو په ډزو شهيد كړ.
همداراز د چين د رسمی او سركاری خبری ايجنسۍ شينهوا د رپورټ له مخې پرون سهار هم د بغداد د ختیځ په المستنصريه سيمه كښې وسله والو كسانو په يو شيعه عالم باندې حمله وكړه چې د دغه ترهګرانه اقدام له امله دغه شيعه عالم سخت ژوبل شو او د هغۀ ډرائيور شهيد شو.
تراوسه هیڅ كومې ډلې د دغې حملې مسئوليت په غاړه نه دے اخستے. 1088850

captcha