IQNA

په جرمنی كښې وړومبې اسلامی بينك ډير ژر خلاصيدونكے دے

23:50 - September 01, 2012
د خبر لمبر: 2402850
بين المللی ډله: د تركیې ((كويت-ترك)) نومې اسلامی بينك اراده لری چې د فرينكفرټ ښار كښې د جرمنی وړومبې اسلامی بينك پرانزې.
د سفيرنيوز خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ((كويت-ترك)) نومې بينك په جرمنی كښې د وړومبی اسلامی بينك د جوړولو لپاره پكار دی اول خپل درخواست د دغه هيواد مالی چارواكو ته وړاندې كړی.
د دغه رپورټ له مخې: د تركیې او كويت د دغه ګډ بينك مديرانو اعلان كړے دے چې د جرمنی په فرينكفرټ ښار كښې د اسلامی بينك د جوړولو وړانديز د دغه هيواد د چارواكو لخوا منل شوے دے خو خپله رسمی غوښتنه به په راتلونكو دوو مياشتو كښې د جرمنی مالی چارواكو ته وړاندې كړی.
په دې حال سره د مالی مسائلو كارپوه ارګون ايكينجی د فانينشل ټائمز جرمن ورځپاڼې سره په خبرو كښې اعلان وكړ: په جرمنی كښې تقريباً ٥ميلينه مسلمانان استوګن دی چې له هغو نه نيمه آبادی د ترك نژادو ښاريزو ده.
دوی په دوام كښې ووئيل: تراوسه پورې د ترك نژادو مسلمانو مشتريانو لخوا په جرمنی كښې د اسلامی شريعت مطابقو مالی اوزارونو څخه د استفادې لپاره هیڅ ډول غوښتنه نه ده ليدله شوې او مسلمان ښاريز په دغه هيواد كښې د بينكدارۍ د دوديزې طريقې سره عادت شوی دی خو سره له دې د اسلامی بينك جوړول به زمونږ لپاره يو محرك وی چې په عملی توګه د خلكو د حقيقی غوښتنو سره آشنا شو. 1088746

captcha