IQNA

سعيد لو: په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ غونډه ډيره مهمه او حساسه ده

9:58 - September 02, 2012
د خبر لمبر: 2403066
سياسی ډله: په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ د شپاړسمې غونډې د ترسره كونكی كمیټۍ مشر دغه غونډه مهمه او حساسه وبلله او زياته یې كړه چې د تهران غونډه د وخت او ځای د حساسيست په علت ځانګړی اهميت لری.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، په تهران كښې دناپييلی غورځنګ دشپاړسمې غونډې دترسره كونكی كمیټۍ مشر علی سعيد لو وويل د حكومتونو ترمينځ دوستۍ ، له ظم ، استكبار او توكميز توپير څخه ليرې توب په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ د مشرانو د غونډې اصلی هدفونه وبلل.
په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ په مختلفو غونډو كښې د هيوادونو د استازيو خارجه وزيرانو او مشرانو پراخ ګډون تر اوسه د دنيا په رسنيو كښې ښه انعكاس لرلی او دغه راز د هيوادونو د مشرانو پراخ شتون د امريكا او د هغې د ملګرو لخوا د ايران د اسلامی جمهوريت د څنګ ته كولو او د بايكاټ سياست له ماتی سره مخامخ كړی دی.
د ايران د خارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست هم په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ د مشرانو له شپاړسمې (۱۶)غونډې څخه د هيوادونو د مسولانو هركلی د دغه غونډې د برياليتوب نښه وبلله. هغه وويل په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ په غونډې كښې د دنيا ګډون كونكو مشرانو د نړۍ په مهمو مسايلو كښې د دغه غورځنګ د فعال رول لوبولو غوښتنه وكړه.
هغه په تهران غونډې كښې د دنيا د مشرانو په تيره بيا د مصر د ولسمشر محمد مرسی شتون حساس وباله او زياته یې كړه د محمد مرسی په ګډون سره په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ د غونډې په اړه د امريكا او صهيونيسټ رژيم حساسيت زيات شو او په دغه غونډې كښې د مصر د ولسمشر ګډون منل هغوې ته ډير سخت دی .
دغه راز د افغانستان په رسنيو كښې په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ په غونډې كښې د ايران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای وينا ډير پراخ انعكاس درلود. د افغانستان لومړی ټيلی ويژن راپور وركړ د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ د مشرانو په غونډې كښې په مهمې وينا كښې د ايران اټومی فعاليتونه سوله ايز وبلل او د دغو فعاليتونو پر دوام یې ټينګار وكړ. دغه ټيلی ويژن زياته كړه د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ملګروملتونو امنيت شورا په ناكارندوالی او صهيونيسټ رژيم نيوكې سره له دغه رژيم څخه د امريكا ملاتړ پوښتنه رامينځته كونكی وباله . د افغانستان نور، لمر، ارزو، اريانا، راه فردا او نورو ټيلی ويژن چينلونو هم په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ دغونډې په باره كښې خبرونه خپاره كړل. د افغانستان د پښتو ژبې اينټرنیټ سایټونو چې مهال او خبرالا پكښې شامل دی د ايران داسلامی انقلاب وينا ته انعكاس وركړی . دغه راز د عراق د اهل سنتو علماو د پلاوی مشر شيخ خالد عبدالوهاب الملا په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ د مشرانو دغونډې په اهميت ټينګار وكړ
هغه په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ د مشرانو دغونډې د ترسره كيدا اهميت ته په اشارې سره وويل دغه غونډه په داسې حال كښې كیږی چې مينځنی ختیځ د مهمو بدلونونو په مركز بدل شوی او دغه سيمه په نړيوال ډګر كښې هم له اقتصادی چيلنجونو سره مخامخ دی. د پاكستان خارجه وزيرې حنا ربانی كهر هم په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ غونډه بريالۍ وبلله . هغې د تهران غونډه ترټولو ستر نړيوال كانفرنس وباله او د ناپييلی غورځنګ د غونډې په مهم او بر يالۍ بللو سره یې وويل دغه غونډ ه ډيره بې ساری وه. د پاكستان خارجه وزيرې د ناپييلی غورځنګ د غونډې د كوربه په توګه د ايران رول مهم وباله او ویې ويل ايران د سيمې په مسايلو كښې چورليزی رول لری.
دغه راز د ايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د اسلامی هيوادونو د متقابلو ملګرتياو د زياتولو او د هغوې له ګډون ظرفيتونو د استفادې پر ضرورت ټينګار وكړ.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای نن سهار د بنګلاديش له لومړۍ وزيرې ميرمن شيخ حسينه و اجد او ورسره پلاوی سره په كتنې كښې ټينګار وكړ د اسلامی هيوادونو ملګرتياوې او د يو بل له ظرفيتونو استفاده به په پريكنده توګه د مسلمانو ملتونو د ګټو او د هغوې د قدرت د زياتيدا په چوكاټ كښې وی.
د عمان خارجه وزير هم په ناپييلی غورځنګ د ايران د اسلامی جمهوريت مشرۍ د دغه غورځنګ د پر مختګ او بدلون عامل وباله.
د عمان خارجه وزير يوسف بن علوی په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ په غونډې كښې په مختلفو موضوګانو غور وشو او ویې ويل په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ د غونډې جوړيدل او په دغه غورځنګ د ايران مشرۍ به د دغه غورځنګ د قدرت او د غړيو هيوادونو ترمينځ غږملتيا زياته كړی او په نتيجه كښې ناپييلی غورځنګ د نړۍ په پیښو او بدلونونو كښې اغيزشيندونكی رول لوبولای شی. د كامبوډيا لومړی وزير وويل ناپييلی غورځنګ د ملګرو ملتونو په ملګرتيا سره كولای شی ګواښونه په فرصت بدل كړی.
د كامبوډيا لومړی وزير هون سن په تهران كښې د ناپييلی غورځنګ دغونډې په و خت وويل هغه چيلنجونه چې نن سبا سيمه او نړۍ ګواښی د ناپييلی غورځنګ د غړيو په اتحاد او ملګرتيا سره د حل وړ دی.
دغه راز د ايران دخارجه وزارت ويندوی وويل د ناپييلی غورځنګ د مشرانو د شپاړسمې غونډې په دوهمه ورځ د وينا كولو لپاره د غړيو هيوادونو د مشرانو له بيا بيا غوښتنو وروسته دغه غونډه له خپل ټاكلی وخت څخه يو ساعت په ځنډ سره ترسره كیږی.
هغه وويل ټاكل شوی وه چې د ناپييلی غورځنګ د غونډې د پايلې دستورې پرون د تهران له و خت سره سم د مازیګر په پينځه بجې ترسره شی خو د ويناو لپاره د غړيو هيوادونو د بيا بيا غوښتنو په دليل يو ساعت په ځنډ سره ترسره كیږی.
1089378
captcha