د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد د اوقافو ادارې وړمه ورځ د وږی دمياشتې په نهمه نېټه وويل: د زدكړو دغه پروګرام د مسلمانو هېوادونو د زدكړو او مديريت او د تركی د اوقافود ادارې د تصويب شوی تړون له مخې چې د ١٣٨٦ هجری نمريز كال د وږی په مياشت كښې لاس ليك شوے ؤ د كلتوری او زدكړو د همكاريود پراختيا په هدف اجرا كیږی.
همدا اوس د پاكستان، افغانستان، انډونېشيا، كېنيا، تائجېريه، تائيلېنډ، قزاقستان، تاجېكستان، سومالیې، تنزانیې، كانګو، غنا، آذربائيجان ، قرقېزستان، صربيا او هندوستان په شان مختلفو هېوادونو څخه ٥٤١ زده كوونكی دتركی په مختلفو اسلامی مدرسو كښې زدكړې حاصلوی.
د تركی د اوقافو ادارې د دې كار هدف د دينی عالمانو د روزنې لپاره دمختلفو هېوادونو ترمېنځ د دوو اړخيزودينی او كلتوری همكاريو پراختيا وبلله.
د يادونې ده چې د تركی د اوقافو ادارې د انډونېشيا او پاكستان زده كوونكو ته د هغوی په هېوادونو كښې د سلابونو او كورنيو جنګونو په خاطر بورسيه وكړې ده.
1088454